جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمي که مو؟ / بارکوال مياخېل

مي که مو؟ / بارکوال مياخېل

دا په ټوله نړۍ کې منل شوې خبره ده، چې د خبرو (ګړنۍ Oral) او ليکنۍ (Written) ژبه توپير سره لري او په هره ژبه کې بېشمېره لهجې وي، چې له هغو لهجو د وخت په تېرېدو يوه معياري او ټولو خلکو ته د منلو ليکنۍ ژبه جوړه شي. پښتانه چې له انتظامي پلوه په پينځو برخو وېشلي دي، ډېرى ليکوال يې لا هم دې ته تيار نه دي، چې ژبه له لهجو يوې کره ليکنۍ ژبې ته را وباسي، ځکه خو لا هم پښتو يو کره ليکنى معيار نه لري، چې ټول پښتانه دي يې بې له تامله يو ډول وليکي.

په کوټه کې مېشت د چمن سيمې نوميالي ليکوال ډاکټر عبدالروف رفيقي پر خپل فېسبوک د لوى اختر مبارکي داسې ليکلې وه: (اختر مي مبارک شه)، ليکوال حافظ رحمت نيازي په کمنټ کې پوښتلى وو، چې (اختر مي مبارک شه: څه مانا؟) د ده پوښتنه پر ځاى وه، ځکه (مي) تر ډېره په لهجو کې هم او په ليکنۍ ژبه کې هم د مفرد لپاره کارول کېږي، په دې لحاظ نو دا مبارکي داسې وه، لکه ډاکټر رفيقي چې ځان ته ويلې وي، خو په اصل کې دا بايد داسې واى (اختر مو مبارک شه).

دلته هم لهجې ستونځه پېښه کړې ده. د پښين، چمن او سپين بولدک خلک په خبرو کې د (مو: جمع) لپاره هم د (مي: مفرد) کلمه کاروي، د دغو سيمو له ليکوالو سره په خبرو کې مې دې ټکي ته له ډېر پخوا پام شوي دي، خو څنګه چې لهجې په خپل رنګ کې خوند کوي، نو دې ته مې پام نه دى کړى چې دا په ګرامري لحاظ سم دى که ناسم، خو چې د دغو سيمو ليکوال کله په خپلو ليکنو يا شاعرۍ کې د (مو) لپاره (مي) وليکي، نو دا له يوې خوا د هغو سيمو ليکوالو ته په پوهېدو کې مغالطه پيدا کوي، چې د پښين، چمن او بولدک په لهجه کې يې (مي) د (مو) لپاره اورېدلى نه وي، له بله پلوه د يوې کره ژبې په دودېدو کې هم خنډ پېښوي.

د پښين سيمې تکړه ليکوال ښاغلي عصمت الله زهير د (مينه په تلو راتلو زياتېږي) تر سرليک لاندې د خپلې ليکنې په يوه برخه کې وايي ” دا د دې ریاست یو داسي اقدام دی چي د بېل سوو خپلوانو، لیکوالو، منورینو او سیاست مدارو تر منځ به استعماري واټونونه رالنډ کړي، ملي، ادبي او ژبنۍ ستونځي به مي اواري کړي کنې موږ سره خو په جنوبي پښتونخوا کي ژبه بیخي د ورکېدو په حالت کي ده، ولي دا یوحقیقت نه دی چي د ډاکټریټ رتبه لرونکي لیکوال مي تر اوسمهاله د پښتو املا سمه لیکلای نسي ؟”، په دې عبارت کې ليکوال د ټولو پښتنو خبره کوي، نو پکار وو چې د (مو) صيغه کارول شوې واى، خو تر لهجوي اغېز لاندې (مي) ليکل شوى دى.

دې ته ورته د دغو يادو سيمو د اکثرو ليکوالو په نثرونو او شعرونو کې د (مو) پر ځاى (مي) موندل کېداى شي، چې کله- کله ممکن د عبارت په پوهېدو کې ستونځه پېښه نه کړي، خو کله يې ممکن خلک په مفرد وفهموي. ددغو سيمو ځينې ليکوال چې کله په کوم ادبي او علمي سېمينار کې وينا کوي هم پر موضوع د دقت په خاطر يې کېداى شي دې ته پام نه وي، چې برخوال يې د پښتنو د لر و بر خلک وي او بايد داسې لهجوي باريکيو ته پام وکړي، چې له عمومي معياري ژبې سره ټکر او مغالطه پيدا کوي. په دغو لهجوي کلمو کې يوه هم د جمعې لپاره (مو) ده، چې دوى يې (مي) تلفظوي او په مروجه ليکنۍ ژبه کې دا د مفرد لپاره کارول کېږي.

د جمع مخاطبينو لپاره چې هر ځاى د (مو) پر ځاى (مي) کارول کېږي، نو دا به خلک داسې فهموي لکه ويناوال يې چې د ځان لپاره کاروي. مثلاً که په دوعاوو او ښېراوو او د نېکو هيلو په کلماتو کې يې کاروي او ډېرو خلکو ته وايي چې (خداى مو ښاد کړه، کور مو ودان، کور مو وران، خداى مو تباه کړه)، نو وايي به چې (خداى مي ښاد کړه، کور مي ودان، کور مي وران، خداى مي تباه کړه) چې دا خپل ځان ته د دوعا او ښېرا کولو په مانا دى، همداسې که څوک جمع مخاطبينو ته اخطار ورکوي، ښکنځا ورته کوي يا يې د کار نتيجه چېلنجوي، نو هم به داسې وي لکه ځان ته چې وايي، لکه دا مشهوره خبره چې (څه توره مو وهلې ده) به داسې وايي چې (څه توره مي وهلې ده)، نو دا څرګنده شوه چې د جمع مخاطبينو لپاره په ليکنۍ ژبه کې د (مو) پر ځاى (مي) کارول له ګرامري پلوه سم نه دى.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب