سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاد انسان د بدن د داخل د لیدو لپاره نوې کمره

د انسان د بدن د داخل د لیدو لپاره نوې کمره

تاند- ساینسپوهانو داسې کمره جوړه کړې چې د انسان د بدن منځ پکې ډېر واضیح ښکاري.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، دا اله د دې لپاره جوړه شوې چې ډاکتران د انسان د بدن داخل په اسانه او روښانه ولیدلی شي دې ډول معاینې ته انډیسکوپي وايي.

حاضردمه ډاکتران د انسان د بدن د منځ د لیدلو لپاره د ایکسرې، سکن او پایپ له لارو کار اخلي چې ګرانه تمامېږي.

د معدې او کولمو د لیدلو لپاره له پایپ څخه کار اخیستل کېږي چې انډیسکوپي ورته وايي.

خو نوې جوړه شوې کمره په یوه اوږده پایپ پورې نښلول شوې او دا ټیوب انعطاف منوونکی دی.

د بریتانیا د اندنبرا پوهنتون استاد کیف دالیوال وايي چې دا کمره ډېر کوچني شیان ښيي.

د دې الې په وسیله اخیستل شوي لومړني عکسونه ښيي چې په عادي حالت کې د نسجونو ۲۰سانتۍ په یو وار ښودلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب