جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرمـا د روس پـه واډکې وکـړل ګناهونـه!

مـا د روس پـه واډکې وکـړل ګناهونـه!

سعود بنګښ

ستا سو منځ کې چې ملا،پادري،پنډت دی

شیطان وایي، نو زمـا څه ضرورت دی

وطـن وبـېـلـه، اتـل تـمـغــه بــه درکړي

دا یـو داسې مـنـفــرده مـمـلکـت دی

مـا د روس پـه واډکې وکـړل ګناهونـه

تـا د چين پــه تـسبـو کړی عبادت دی

فیصلې پکې خـرڅـېـږي، خلک يې اخلي

دا دوکان دی، پـه والله که عـدالت دی

تـجــرــه لـرم ، پــه بنګ کې ملنګي ده

په شرابو کې مستي ده، او جـــرت دی

اسلام څه دی؟ خدای مخلوق سره ده مينه

دا اسلام نه دی ، د سـتا سـو ملایت دی

لکـه څــرنګـه پـښـتـون چې منـتشـر دی

مـنـتـشـر يې دغــــه شــانې قـیـادت دی

دومـــره پــوه شــومـــه سـعـوده لېونیه!

دې هېواد کې ټول دوه مخی سیاست دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب