شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهحقاني د افغان کډوالو په اړه پاکستاني شارژدافیر سره خپلې غوښتنې شریکې...

حقاني د افغان کډوالو په اړه پاکستاني شارژدافیر سره خپلې غوښتنې شریکې کړې

تاند:(سې شنبه ،د عقرب څلور ويشتمه)‏‌ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د کډوالو او بېرته راستنېدو د چارو وزير خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان شارژدافیر او د سفارت سرپرست عبیدالرحمان نظاماني سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د روانو ستونزو په اړه لیدلي.

په وروستيو کې له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو د ناوړه چلند او ځورونو ګڼې ويډيو ګانې خپرې شوې دي.

 د طالبانو وزیر په خاص ډول د پاکستان د کراچۍ ښار اړوندې دغه ویډیو ګانې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو هڅې ګڼلي دي.

نوموړي افغانانو ته د پاکستان د ويزو په ورکړه کې د اسانتيا، افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانيستلو، د موټر چلولو د جواز او د کډوالو په نويو کورونو کې د کور جوړولو د اجازې غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز د افغانستان، پاکستان او کډوالو عالي کميشنرۍ تر منځ د عاجلې درې اړخیزې غونډې د ترسره کیدو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان شارژدافیر ويلي، چې په کراچۍ کې ېې د افغان کډوالو د ځورونې ویډیو ګانې لیدلي.

د هغه په وينا، د دې ځورونو تر شا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو دښمنان لاس لري.

هغه له دغو خبرو څخه خپله موخه نه ده مشخصه کړې.

نوموړي د خپل هېواد چارواکو سره د طالبانو د حاکمې ادارې د غوښتنو د شریکولو ژمنه کړې ده.

پرون د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند بي بي سي ته وويل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه بې وسه دي.

په پاکستان، ایران، تاجيکستان، ترکېه او یو شمېر نورو هېوادونو کې له وروستیو راهيسې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند پرله پسې راپورونه ورکړل شوي او د طالبانو د حاکمې ادارې په ګډون د کډوالو او بشري حقونو پر مدافع بنسټونو نیوکې شوي، چې د دغو کډوالو د حقونو د دفاع لپاره لازم اقدامات نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب