پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامريکا مېشتو افغانانو ته د خپلو کورنيو د لېږد نوې اسانتياوې اعلان...

امريکا مېشتو افغانانو ته د خپلو کورنيو د لېږد نوې اسانتياوې اعلان شوې

تاند:(سې شنبه ،د عقرب څلور ويشتمه)‏‌ ‏ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې ځانګړې وېبپاڼې له اعلانولو سره په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د خپلو کورنيو د لېږد لپاره نوې لارې چارې اعلان کړې.

  دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه وېبپاڼه د ۲۰۲۱ له اګسټ وروسته د ورغلو افغانانو لپاره جوړه شوې، څو ورڅخه په استفادې خپلې کورنۍ امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدوي.

له دغو اسانتياوو څخه تازه ورغلي هغه افغانان استفاده کولای شي، چې په بشرپالو ويزو یا ګرین کارتونو امریکا ته ورغلي.

دغه کسان خپلې مېرمنې، اولادونه، خویندې او وروڼه، چې پر شرايطو برابر وي، د پخوانيو اوږد مهاله پروسو برعکس په لږه موده کې امریکا متحده ایالاتو ته لېږدولی شي.

یو شمېر امریکا افغانانو د دغه اعلان هرکلی کړی او دوی ته ېې د خپلو کورنيو د خونديتوب لپاره ښه اقدام بللی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته امريکا لسګونه زره افغانان له هېواده د تخلیې د پروسې له لارې ولېږدول، چې یو شمېر خلک ېې په افغانستان کې د خپلو کورنيو د پاتې کیدو او ګڼو ستونزو سره ېې د مخامخېدو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...