پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهروغتيا وزارت: د توبرکلوز ناروغي او پرې د ښځو د اخته کيدو...

روغتيا وزارت: د توبرکلوز ناروغي او پرې د ښځو د اخته کيدو کچه لوړه شوې

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) ‏د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په نري رنځ یا تبرکلوز د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی، چې له نیمايي زیات یې ښځینه دي.

یاد وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو په حواله وايي ،چې هر کال تر ۷۵ زرو افغانان په نري رنځ اخته کېږي،چې تر ۵۶ سلنې پورې یې ښځې دي.

 روغتیا پالان وايي، تېر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو په شمېر کې درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د مالوماتو له مخې،اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۸۵۰ روغتیايي مرکزونه د نري رنځ درملنې وسایل او اسانتیاوې لري.

له دې سره، روغتيا پوهان د فقر زياتوالی او د لازمې تغذيې نشتوالی پر توبر کلوز او نورو ناروغيو د خلکو د زيات اخته کیدو اصلي لاملونه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...