Homeخبرونهد لندن د سفر پای؛ کرزي بریتانوي پاچا او يو شمېر افغان...

د لندن د سفر پای؛ کرزي بریتانوي پاچا او يو شمېر افغان سیاستوالو سره لیدلي

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) ‏راپورونه وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن ته خپل پینځه ورځينی سفر د بریتانیا له پاچا او يو شمېر افغان سياستوالو سره تر لیدنې وروسته پای ته رسولی.

په لندن کې د افغانستان یوه پخواني سفير طيب جواد ویلي، چې کرزي د‌ دغه سفر پر مهال په افغانستان کې د ملي روغې جوړې په اړه بريتانوي چارواکو او يو شمېر افغان سياستوالو سره لیدلي.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ځينې راپورونه څرګندوي، چې کرزي د ويډيو کنفرانس له لارې په ترکیه کې مېشتو يو شمېر طالب ضدو څېرو او له هغې ډلې خپل پخواني مرستيال محمد يونس قانوني سره خبرې اترې کړي دي.

د کرزي مطبوعاتي دفتر او نیږدې سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په يو شمېر نورو راپورونو کې راغلي، چې د کرزي سياسي متحد ډاکټر عبدالله عبدالله هم په لندن کې د نوموړي د موجودیت پر مهال له هندوستان څخه لندن ته سفر کړی او کرزي سره په لیدنو کتنو کې ملګری و.

طالب وياندويانو د کرزي د سفر او لیدنو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. همدا منافق وطن تباه کړ او انشالله چې خدایې به ېی وشرموې مګر دا خبیث کله شرمیږۍ و پادوان قسیم پنجشیرې همدا خبیث کرزی لکه خر وډباوه مګر بیایې هم حیا ونکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...