جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند یو ملا د غزني پوهنتون رئيس وټاکه

ملا حسن اخوند یو ملا د غزني پوهنتون رئيس وټاکه

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) ‏د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په یوه حکم کې د خپلې ډلې یو ملا د غزني پوهنتون رئیس ټاکلی .

په غزني کې د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې د مولوي عبدالواسع منصور په نوم ټاکل شوي دغه رئيس نن خپله دنده پیل کړه.

 د غزني لپاره د طالبانو د والي مرستيال قاري ګل حیدر شفق د نوموړي د معرفۍ په مراسمو کې د چارواکو تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړی، خو نه ېې دي ويلي چې د پوهنتون د مخکيني رئیس پوهنمل احسان الله کامران تشه د کوم اصل له مخې په يوه طالب ملا ډکوي.

 د غزني پوهنتون نوي رئیس مولوي عبدالواسع منصور ويلي: په ټول توان سره به د دغه ریاست له کارکوونکو سره په ګډه، د غزني سیمه ییزي ادارې د مسولینو په مشورو او مرستو،‏د دغه ولایت اولس ته کار وکړي.

 په ادارو کې د مسلکي کادرونو پر ځای د طالبانو د ګومارنې شدت په داسې حال کې دی، چې د طالبانو چارواکي په پرله پسې ډول دوی سره د جمهوري نظام د شاوخوا پینځه زره کادرونو د کار کولو ادعاوې کوي.

3 COMMENTS

  1. عمران خان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د روان وضعیت ننګه کړې
    عمرانخان يې کلک ملاتړی دی. ښه به دا وي چې په ارګ کې يې د ځان لپاره مشاور وټآکي.
    برهان الدين رباني خو جنرال حميدګل ته د خپل مشاور وړانديز کړی وو او دا يې هم ورته ويلي وو چې د اردو تشکيلات ورته جوړ کړي، خو عمرانخان له هغه هم يو ګز مخکې تللی دی، نو په کار خو دا ده چې هغه زموږ د اوسنۍ واکمنې ادارې مشاور شي. له دوی په کله ننګه کوي او د نجونو د زده کړې په اړه يې هم د دوی دريځ ملاتړ کړی دی چې طالبان بايد په رسميت وپېژندل شي او نړيوال ورسره بايد تعامل وکړي.
    افغانستان خو امريکا د يو چا په مشوره پاکستان ته د اداره کولو لپاره ورسپارلی دی چې هماغه ((تحت الحمايه)) تر چتر لاندې راڅرخي، خو پاکستان په دې نه قانع کيږي او وايی چې ((موږ ته بايد د روسانو په جګړه کې زموږ برخه راکړل شوی وای))، نو د ملايانو ټآکنه هماغه د اکوړې مدرسې تر چتر لاندې يو پروګرام دی چې مخته وړل کيږي او افغانستان اوس يو هېواد نه، بلکې د اکوړې مدرسې پورې اړوند د مدرسې يوه برخه ده چې د مدرسې تر چتر لاندې له اسلام اباد څخه د افغانستان له کنټرول سنټر Afghanistan Control Centre, Islamabad څخه اداره کيږي.

  2. دافغان ملتیانو دی کور خراب سی چی دچارسدی سورخولی خپل رهنما ګڼی خو عمران پاکستانی. هغه دحقوق بشر یو ځګن نن او سبا په تلویزون کی دبیزوګی پیری کوی. هغه تاسو لیدلی. که پښتونوالی وی نو عمران خان هم نیازی دی. دا یوازی دا ښیی چی دچارسدی مداریان او جلاآبادی افغانملتیان امریکا ته سلامی وهی.
    دیو ملا مشر کول مشکل ندی. هغه چی مشکل یی ګڼی دهغو په ایمان زما شک دی. دافغانستان مشکل همدا خلک دی.
    امریکایان دافغانستان رهبران وو او وزیران. غنو او هغه احدی ګوری؟ جلالی او نور لا ډیر ول. په هغو پسی ژاړی او داکوړی خټک په تعلیم افغانانو ته شرانګیزه خبری کوی. دداسی خلکو نه افغانستان ته اوس هم غټ خطر سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب