Homeخبرونهکابل کې انسان تښونکو يو ماشوم وژلی

کابل کې انسان تښونکو يو ماشوم وژلی

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) خبري سرچينې وايي چې په‏ کابل ښار کې تېره شپه د‌ يوه تښتول شوي ماشوم جسد موندل شوی.

د راپورونو له مخې، د اکرام په نوم دغه ماشوم څو ورځې مخکې وسله والو غلو تښتولی و، چې اوس ېې وژلی دی.

د طالبانو ځايي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره کابل ښار او نور ولايتونه لا هم د ورته جنايي پېښو شاهد دي.

طالبان وايي، چې په ډېرو مواردو کې تښتول شوي کسان ېې بیرته خوشې کړي او عاملين یې نیولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...