شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهروژه او د توکیو ګرانيدل؛ خلک د چارواکو اړوند ګامونه غیر مسوولانه...

روژه او د توکیو ګرانيدل؛ خلک د چارواکو اړوند ګامونه غیر مسوولانه بولي

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) د روژې له رسیدو سره افغانان شکایت کوي، چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکيو بيې لوړې شوي دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې يو شمېر خلکو د تاند خبریالانو ته ویلي، چې د اقتصادي ستونزو، بې کارۍ او شدید فقر سره سږنۍ روژه ورته د خوراکي او نورو توکيو د قیمته کیدو له امله هم ډېره ستونزمنه شوې ده.

دوی زیاتوي، چې حاکم چارواکي دې د بازار د نرخونو د کنټرول لپاره لازم ګامونه واخلي.

د طالبانو ځايي چارواکو په بېلابېلو ولایتونو کې د توکيو لپاره د نرخ پاڼو د جوړولو خبر ورکړی او ویلي، چې د نرخ پاڼو د سرغړونکو دوکاندارانو او کاروباريانو توکي ېې د مجازاتو په بڼه لیلام کړي دي.

د جلال اباد ښار يو قصاب، چې نه غواړي نوم ېې واخيستل شي، تاند ته وويل چې د څارویو له قيمته کیدو سره طالبان په کوم اقتصادي منطق د غوښې ارزانه بيه ټاکي او په نه عملي کیدو ېې د دوی غوښې لیلاموي.

اقتصادي شنونکي وايي، چې د بازار د نرخونو د کنټرول لپاره د طالبانو جدیت ښه دی، خو اصولو او د پلورونکو دلایلو ته بايد پاملرنه پکې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب