سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د ټکر تګلاره او که د ګډو ملي ګټو لپاره ګډ کار؟

د ټکر تګلاره او که د ګډو ملي ګټو لپاره ګډ کار؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د  ژور خپګان ځاى دى چې موږ د سياسي موخو لپاره له تېرو پنځو لسيزو راهيسې په يو بل باندې د ملحد باغي ترهګر واجب القتل او مباح الدم فتواو او تورونو لګولو، د يو بل وژلو او له هېواد څخه د شړلو تباه کوونکو رنځونو څومره  راښکته کړو او د افغان حيثيت يې څومره بدنام کړ.

ايا اوس موږ دومره علمي وړتیا او ظرفیت لرو ترڅو يوه ارزونه وکړو چې له تېرو پنځو لسيزو راهيسې نړۍ د پرمختګونو او د کائناتو د تسخير منزل ته څومره مزلونه ووهل او موږ له دغه کاروان څخه څومره لري، په وچه او سوځوونکي دښته کې وږى تږي، بې ياره او مددګاره پاتې يو. ايا دا به سم دريز وي چې د اوسني وخيم وضعیت له امله يوازې خپل ځان د ښه مسلمان په توګه معرفي کړو او نور ټول اسلامي هېوادونه د کفارو متحدين وګڼو؟ ايا زموږ مشران به زموږ د اوسني ټکني او ستونځمن حالت په تړاو له پړې څخه د برائت سند ترلاسه کړاى شي؟

موږ د مختلفو لاملونو پر اساس چې پردي يرغلونه، کورنۍ جګړې او زموږ ټولنيزه علمي کمزورتیا يې عمده لاملونه ګڼلاى شو، د يويشتمې پيړئ له چټک پرمختګ سره ځانونه عيار نکړاى شول. طبيعي خبره ده چې موږ د نړيوالې ټولنې يوه برخه يو او د نړيوالې ټولنې د پرمختګونو له کاروان څخه پاتې کيدل زموږ د يوه ويښ، ملت او ابرومند قوم دعوه له سختو ننګونو سره مخ کوي. اسلام په هيڅ ډول د ساينسي علومو د زده کړو انساني پرمختګونو او  د مشترکاتو پربنسټ د يوې پرمختللي نړيوالې ټولنې د رامنځته کولو په هکله نه يوازي مخالفت نه کوي بلکې په مسلمانانو باندې پرمختګونو ته د لاسرسي پيدا کولو لپاره سپارښتنه کوي. په دغه تړاو ستونځه اسلام نه، بلکې په علمي کچه زموږ په وروسته پاتې ټولنه باندې د مسلطو ځينو ډلو مټکور ذهنيت او د هغوى د ځان غوښتنې پديدې رامنځته کړي ده.

 په دغه ستونځه هغه خلک ښه پوهيږي چې د معلوماتي تيکنالوژي اوسني چټک دور کې اوسنيو ناخوالو ته د غبرګون په توګه دوه درې لسیزې وروسته زموږ په ټولنيز ذهنيت  کې د بدلون د اټکل کولو او د راتلونکي نسل د فکري لومړيتوبونو د انځور کولو وړتیا ولري. البته دغه ډله په هېواد کې دننه څوک د مصلحت تر عنوان لاندې چوپه خوله پاتې دي، څوک د نامناسب چاپيریال په بانه خبره نه کوي، څوک د نامصئون صورت حال له امله او څوک هم د خپلو دولتي امتیازاتو د لاسه ورکولو له وېرې غږ نه پورته کوي او په هغو خلکو باندي د ولسي باور کچه خورا ټيټه ده چې له بهرنیو هیوادونو څخه  په هيواد کې د روان ناورين د له منځه وړلو په برخه کې د مبارزې خبرې کوي.

افغانستان زموږ کور او موږ پکې ژوند کوو. موږ ټول په دغه کور کې د ګډ راتلونکي په لوري حرکت کوو، خو نن ورځ زموږ کور له سترو ننګونو سره مخ او راتلونکى مو تياره ښکاري . زموږ په هېواد کې ځينې ډلې او اشخاص د تعصباتو هغه اور ته لمن وهي چې له لمبو څخه يې هغوى هم خوندي نشي پاتې کيداى. هغوى د خپلو سياسي موخو لپاره د قومونو ولسونو او پرګنو له احساساتو څخه ګټه پورته کوي او د امتیازاتو په لټون پسې ګرزي؛  دغه خلک هېواد سولې او پرمختګ ته  ګواښونه رامنځته کوي.

افغانې ټولنه  له بې ساري  ازموینو سره مخ ده او افغانان یو ځل بیا د خپل پخواني بريمن حيثيت د بيا ترلاسه کولو لپاره د تاريخي سفر په یوه څلورلارې کې ولاړ دی.  څه ډول هېواد جوړوي؟  ملي ګټو ته يې د ژمنتیا کچه څومره ده؟ د يوبل منلو روحيه پالي او که د تقابل او تصادم ذهنيت لري؟ د مشترکاتو په لټون پسې ګرزي که د انزوا پلوي دى؟ دوه اړخیزې ګټې سنجوي که په يوازې په ځان را څرخيږي؟ د ګډو ګټو د لټون وړتیا لري او که  د نورو نفى کول کار ګڼي؟ له نړۍ او خپل ولس سره د تفاهم لپاره مشترکه ژبه پيدا کولاى شي او که همدغه پړه هم په نورو اچوي؟ د دې پوښتنو ځوابونه نه یوازې د هیواد په ګټو پورې اړه لري، بلکې د ولسونو په راتلونکى هم ټاکي.

راځئ په هېواد کې د پرته ننګونو، په نړۍ کې د روانو پرمختګونو موسمي بدلونونو او د وخت له ننګونو سره د مقابلې لپاره د خطر زنګونو ته غوږ شو او د نوي عصر اړتیاوې په پام کې ونیسو. په هېواد کې ميشت هيڅ ډله نه شي کولای چې په يوازې توګه له شته او ممکنه راتلونکو ننګونو سره مقابله وکړي. د تاريخ څپې ډيرې پياوړې دي،  څوک د بريا تر پولو رسوي او څوک هم له منځه وړي. د يويشتمې پيړئ د پرمختګونو له کاروان سره د سيالي کولو لپاره اړينه ده چې د د يو بل منلو،  او د يوې سوکاله او پرمختللي ټولنې جوړولو لپاره خپلې وړتیاوې د يويشتمې پيړئ له توپانونو سره د مقابلې کولو کچې ته کړو.

راځئ د سياست روان بهير ته بدلون ورکړو. د افراط او تفريط څخه د اعتدال لاره ونيسو. د ځان ځاني پرځاى په مشارکت

باندې تمرکز وکړو. پرون مو د ديموکراسي په نوم په غير ديموکراتيک ډول د غرب د خوشحالي لپاره محدود شمېر ښځې په ناروا ډول او غيرقانوني توګه په دولتي امتيازاتو باندي نازولې او نن مو د مټکور ذهنيت درلودونکو  غبرګون وليد چې له مليونونو ښځينه زده کوونکو څخه يې د زده کړو شرعي او قانوني حقونه هم سلب کړ. دغه ته وايي؛ د افراط او تفريط ټولنه.

راځئ د خپل مجبور ولس ژړاګانې فريادونه د هغوى په مرۍ کې د پښو په ايښودلو هڅه نکوو بلکې د هغوى هيلو ته تحقق ورکړو. له نړيوالې ټولنې سره اقلا په خپلو هغو ژمنو باندي وفا وکړو چې منلې مو دي او عملي کولو ته مو ژمنتيا ښودلې ده. د تاوتریخوالي، يکه تازي او د يو بل د نفى کولو ناکامه شاليد ته په کتو د افغانيت په سوله ايزه  روحیه د اسلام د سپيڅلي دين په چوکاټ کې  په ګډه د يوه ازاد اباد ښيرازه پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړو، د يوې هوسا او متمدنې افغاني ټولنې په جوړولو کې له نړيوالې ټولنې سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې د هغوى د مثبت تعامل په وړاندې ورته غبرګون وښيو.

8 COMMENTS

    • مننه جناب جاذب صاحب محترمه
      يقيناً يې توپیر ته قائل يم او په دغه تړاو مى پخوانۍ ليکنې هم شتون لري، ليکن موږ مجبور يو اوس د مثبت بدلون لپاره مناسبې لارې ولټوو. داچې په موږ باندي څومره ناخوالې تحميل شوي دي لږ شان پريږدو او په هغو باندي تمرکز کوو چې راباندې را روانې دي ترڅو چې له نورو مصيبتونو څخه په يوه اندازه مصئونيت ترلاسه کړو.
      بيا هم مننه

      • وحید خانه لیکنه د عالی د قدر وړده احساسات د ستایم ! نن ورځ د افغان اولس په يوه جاهله کړۍ کې بند پاتې دی چې ماتول یې اسانه کار ندی ، که له زوره کار واخلو، تړلې پښې مو یا ماتيږي او یا به کلکې زخمی کیږي ! مسالمت امیزه مقاومت ،یې د خپل اولس په غیږ کې د خلاصون لاره ده !! تر څو یو شمیر مذهبي ځناوران د ځان ملګري او په انساني حقوقو او ملي ګټو یې پوه کړو! ستا څخه مننه ډیر ګران یې !

  1. د ښاغلی ورور عبدالوحيد وحيد صاحب لیکنی د لوستلو، اوریدلو او د وطن د ګټو لپاره غوره دی.

    ښاغلی وحید لیکی:
    ( راځئ په هېواد کې د پرته ننګونو، په نړۍ کې د روانو پرمختګونو موسمي بدلونونو او د وخت له ننګونو سره د مقابلې لپاره د خطر زنګونو ته غوږ شو او د نوي عصر اړتیاوې په پام کې ونیسو. په هېواد کې ميشت هيڅ ډله نه شي کولای چې په يوازې توګه له شته او ممکنه راتلونکو ننګونو سره مقابله وکړي. د تاريخ څپې ډيرې پياوړې دي، څوک د بريا تر پولو رسوي او څوک هم له منځه وړي. د يويشتمې پيړئ د پرمختګونو له کاروان سره د سيالي کولو لپاره اړينه ده چې د د يو بل منلو، او د يوې سوکاله او پرمختللي ټولنې جوړولو لپاره خپلې وړتیاوې د يويشتمې پيړئ له توپانونو سره د مقابلې کولو کچې ته کړو.)

    مننه لیکنی مو په غور لولم، ستاسی قلم او فکر د افغانستان ژغورنی لپاره اړین بولم.
    په احترام

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب افغان صاحب محترمه
      باور وکړئ چې په ځان کې له هېواد او خپل مجبور ولس سره له فکري او ذهني تړاو پرته نور هيڅ نه وينم. که احياناً څه ليکم او يا يې هم وايم سوچه دي او د زړه له تله راوزي. که د دغه هېواد او ولس له د احساناتو له ډېرو قرضونو څخه مى لږ څه ادا کړاى شو نو يقيناً به روحي د ارام او هوساینې احساس وکړم

  2. سلام!
    وحید صاحب وا یی له کلی ووځه خو له نرخ مه وځه! ګر که نرخ په میدان وردګ کې د کلی نوم هم دی. د تا ښایسته لیکنې کې ډیر ې نیکمرغه او ملی ګټې خوندی دی او دولس په ګټه دی خو زه راځم یوې کلیمې ته هغه داچې ته وایی راځی!
    هو راځی دانګریز له معلول ،فاسد ، شیطان پاچا سره لیدنه کتنه اهمیت نه لری
    راځی له له کرکجن ازمایل شوی سید طیب جواد سره مشوره بداخلاقی ده هغه واشنګتن کې څه وکړل چې لندن کې یې وکړی.
    راځی په اټکل دواجب القتل فتوا هغه هم دتعلیم په برخه کې دجهالت په معیار مه ورکوی
    راځی قانونی مانونی او کاکلی نور پرېږدی تشو مشورو باندی ملت مه تیر باسی
    راځی ملی او اسلامی ضوابط او روابط په ګونګسیو کې مه رالنډوی
    راځی دمحترم وحید صاحب نظر ته سوچ وکړی ملت اوولس ته په لوړه او ژوره کې اهمیت ورکړی
    راځی انډیوالی اوشخصی فرهنګ شاته پرېږدی په اسلامی اخوت عدل او انصاف ژور غور وکړی

    راځی ښه ته ښه ووایی او بد ته بد!
    راځی ددې ملت عینی اوذهنی شرایط فردی کوی مه

    راځی انصاف وکړی دهابیلی اوقابیلی وچ سیاست څخه را ووځی او دسمې لاری خوا او څنګ ټینګ کړی
    مګر نه وایی الله ج چې واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو ا
    راځی زورورو زور پرېږدی !!!
    وحید صاحب کور مو ودا ن

    • سلامونه او درنښت جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      په مشر باندې مى د محافظه کاري، له مصلحتانه کړنو او له جنګي جنايتکارانو څخه د واټن نيولو او په وطندوسته افرادو باندي د تمرکز کولو غوښتنه له همدغه مشر سره مخامخ مطرح کړه. هغه راته وویل چې سمه نوموړى محافظه کار دى خو هغه بل هم هيڅ ونکړل چى موږ او تاسو قاطع او پياوړى شخص ګڼل. په هر حال زه ستاسو دريز تائیدوم باید اوسنى رويې بدلې کړو

  3. تر څو چې عرب در باندې سپاره وي ، فکر به نکوۍ او هدف ته به په پټو سترګو منډې به وهۍ ! تر څو چې دین له سیاسته لرې نشي ټولنه مخته نشي تلی !
    دین اوپیوم دي د انسانانو لپاره ! نن دین په افغانستان کې زمونږ خوندې له تعلیمه منعه کړې دي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب