شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهعمران خان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د روان وضعیت...

عمران خان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د روان وضعیت ننګه کړې

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان په یوه تازه مرکه کې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د رژيم د کړنو ضمني دفاع کړې ده.

نوموړي د بریتانیا له يوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې که نړۍ له افغان طالبانو سره اړیکې نه جوړوي نو هغوی د نجونو د تعلیم په ګډون هیڅ خبرو ته غوږ نه نیسي او نه یې عملي‌ کوي.

مرکه کوونکي له عمران خانه وپوښتل چې پاکستان پر طالبانو زیات اغېز لري، آیا دی به طالبانو ته ووایي چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي، عمران خان یې په جواب کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول ونه غندل او ویې ویل:

“که غربي هېوادونه غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت اغېز ولري ضرور بایداړیکې ورسره عادي کړي، زه بیا بیا وایم چې له دوی سره خبرې وکړئ، که دوی ګوښه وساتئ نو څنګه به اغېز ورباندې ولرئ”.

د نجونو د زده کړو د دفاع لپاره د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي د عمران خان پر دې خبره نیوکه کړې او ویلي د هغه د خبرې معنا خو دا ده چې “طالبان پرېږدئ چې څنګه غواړي هغسې فیصله دې وکړي”.

عمران خان د صدراعظمۍ ادعا کړې وه، چې د نجونو له زده کړو سره حساسيت د پښتنو کولتوری دود دی، چې له دې کبله د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوی و.

5 COMMENTS

  1. نوموړي له ځوابه تېښته وکړه. يوځلې د نجونو د زده کړې مساله د سرحد پورې وتړله چې پاکستان له افغانستان سره اوږد سرحد لري او بيا يې داسې وښووله چې نړيوال دې له طالبانو سره نه يوازې تعامل وکړي، بلکې په رسميت دې يې وپېژني.
    ايا که همداسې حال په پاکستان کې وای، نو ده به دا د تعليم مساله د کشمير او هندوستان ترمينځ تر کنټرول لاين پورې تړله.
    د ده او هم يې د حکومت او نظاميانو + استخباراتو موخه دا ده چې نړيوال دې طالبان په رسميت وپېژني چې په اسانه توګه افغانستان د خپلې خاورې پينځمه صوبه کړي او هغه کنګل شوې پيسې هم په يو چل له طالبانو نه ترلاسه کړي او خپلو بانکونو ته يې کړي.

  2. وايې ، کاڼي به پوست نه شي دوښمن به دوست نه شي
    دا پدر خطا زن طلاقي عمران خان شرم نه لري که شرم يې درلوداى دطالب نوم به يې نه اخيسته دى څوک دى چې دغلام طالب ګوټي پلوى دافغانو مظلوموښځواونجونو په مقابل کې کوي دنړيوالو نه شرم نه ورځي دې بيزوګي ته

  3. عمران خان د خپل نيکه او ورنيکه له تاريخه ناخبره Disco Boy او کريکټ لوبغاړي له سياست سره څه چي له خپل تاريخ نه ناخبره وي. په افغانستان کي دامير امانالله خان په وخت کيد نجونومکتب وو .
    له ده نه دپاکستان استبلشمنټ دده د کريکټ په محبوبيت دپاکستان اولس يو څو کاله وغلاوه اوبس. دد Disco Boy راتلونکي به لکه د مشرف شانته وي

  4. شهاب
    عمران خان یو ناپوه انسان دی. نه ماهر سیاستپوه دی او نه هم کاریزماتیک رهبر، هغه اوس هم د ای ایس ای په اشارو خبرې کوي. تر څو په محکمه کې د ځان له پاره خواخوږي پیدا کړي. خو دا لکه زموږ د پیبسي بوتلان له وخته تیر شو.

  5. بده خبره خو یی نده کړی.
    چه نه می پیژنې نو بیا څه رانه غواړې په سترګو ړوند شې.
    دا د طالبانو خپله کورنۍ خبره ده او هیڅ څوک د ځان ته دا حق نه ورکوی چه د چا په کورنیو چارو کې داخل شی.
    طالبان پوهیږی او خپل خلک یې.
    که څوک بیا هم امریکا ته په تمه وی چه څه به وکړی.
    د هغې نه هم شړیدلی ده
    مه غولیږۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب