جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حللارې يې

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حللارې يې

ژباړه: الف افغان

دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي.

سر دردي، د معدې مشکیلات، بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه‌نیونکي ورسره د روژې په میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو.

د روژې سر خوږی

د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سرخوږي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي.
دا کېدای شي بېلابېل عوامل ولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت.

په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه تر پیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ.

همدارنګه د لمرله وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، باید پرې یې ږدي.

له مایعاتو ډېره استعفاده وکړئ او ترڅنګ يې هغه غذايي مواد وخورئ چې، کاربوهایدریت ولري څو بدن مو انرژي ولري او له دې سره، سره هڅه وکړئ چې، په پېشلمې کې له ۳۰ تر ۵۰ ګرامو غوښه هم وخورئ، نو له سر دردۍ به ژغورل شوي یاست.

په روژه کې خوب

په روژه کې د نورو مواردو سربېره د خوب مهالوېش هم تغییر کوي.
خوب که نامنظم شي او بې خوبې رامنځته شي، لږ خوب د بې حالۍ او خستګۍ سبب ګرځي او دا چاره مو د سرخوږي لامل هم کېږي.

د دې ښه حللاره همدا ده چې د شپې لخوا وختي ویده شئ، څو پیشلمي ته وخته راپاڅېږئ، همدارنګه له پېشلي څخه وروسته ژر مه ویده کېږئ دا چاره مو د بدهضمۍ سبب ګرځي او دا مو د خوب کیفیت بدوي.

د پیشلمي وروسته هڅه وکړئ خپل کارونه او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ او په ارامه فکر مو خوب ځای ته ورشئ.

روژه او سپورت

ډېری په دې عقیده دي چې د روژې په میاشت کې باید سپورټ ونشي، ځکه دا حالت د ولږې او تندې سبب ګرځي، خو که په روژه کې سپورټ ونشي دا د چاغوالي او نورو ستونزو سبب ګرځي.

هڅه وکړئ لکه د نورو ورځو په شان په روژه کې سخت تمرینات مه ترسره کوئ خو کولای شئ ډېر په دقت منظم ورزش وکړئ.

ارامه منډه، پیاده مزل او د بدن ټولو غړو ته مناسب حرکات ورکول د روژي د میاشتې ښه تمرینات دي.

هغوی چې د روژۍ په میاشت کې سپورت کوي ښه ده چې، ډیر مایعیت، مېوه او سبزیجات وخوري.

روژه او د معدې او پښتورګو درد

د معدې درد او د پښتورګو ناروغي یوه بله مسئله ده چې د روژې په میاشت کې ورسره روژه داران مخامخ کېږي.

نامنظم خوراک او له خوراک څخه وروسته دستې خوب کول د معدې د درد باعث ګرځي او همدارنګه په بدن کې د مایعاتو کمښت د پښتورګو د درد لامل ګرځي.

د معدې د درد د مخنیوي لپاره ښه ده په پیشلمي کې مخکې له ډوډۍ خوړلو یوه قاشوغه شات وخورئ او ترڅنګ يې د خامو سبزیجاتو پرځای پاخه هغه وخورئ ترڅو د معدې له درده خلاص اوسئ.

د پښتورګو د ستونزو د مخنیوي لپاره ښه دی چې له ماښامه تر پیشلمي د مایعاتو، سبزیجاتو او میوو څخه استفاده وکړئ.

1 COMMENT

  1. روزه دجهالت او غلامی یوه لویه نخښه ده ،‌ هغه بدن ته ډیر زیا ن رسوي بډوډي/ګوردې خرابه وي او په زرګوڼو حجرات له منځه ځي ، په روژه د اسلام دین خپل تسلط او واکداري په نا پوهه انسانانو تحمیلوي او د غلامي رسۍ یې هر کال محکموي ! اسلام د جهالت او غلامي هغه طرزیق شوې نخښې دي چې لرې کول یې یوازې د علم ، تحقیقاتو او نورو طبعي عولمومو کاراو دنده ده . په اسلام کې ناپوهه انسانان په ډار او وهم کې کلک تړلي دي چې ملایان او طالبان یې د خپل قدرت لپاره کلک ساتي او نه غواړی چې انسانان له دې جهالت څخه خلاص شي ! اسلام ښځې د اخیستل شویو غلامانو په دود پالي او هر جاهل ناپوهه خنځیر تر ځلورو ښځو پورې اجازه لري ! نو ددې لپاره چې دغه غلامي او جهالت ژوندی پاتې شي ، ښځې د تعلیم حق نلري او یو جاهل ژیړداړی مردارخور ملا او مسلمان ډېرې ښځې کولی شي ! محمد ۱۱ ښځې لرلي چې وروستۍ یې د ۹ کالونو وه ! نور نو تاسو خپل وجدان ته سر ټيټ او فکر وکړۍ !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب