جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهجرمني کې تداوي شوي ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شول

جرمني کې تداوي شوي ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شول

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) ‏د افغاني سرې میاشتې له لوري جرمني ته د لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه تر درملنې وروسته بېرته کابل ته راستانه شول.

د سرې مياشتې چارواکي وايي یاد ماشومان یا په اور سخت سوځیدلي وو او یا یې د هډوکو د مکروب ناروغي درلوده، چې تېر یو کال کې آلمان ته لېږل شوي وو.

خپلو کورنیو ته د يادو ماشومانو د بېرته سپارلو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې طالب رئیس مولوي مطیع الحق خالص يادو ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنېدو مبارکي وویله او “د سولې کلي” په نوم د آلمان له خیریه بنسټ څخه یې مننه وکړه، چې له ۱۳۶۸ل کال څخه راپدېخوا له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د دغو ماشومانو د درملنې د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي.

نوموړي زياته کړه، چې د بېرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي پالنه افغاني سره میاشت کوي او دوی ته به وخت پر وخت د اړتیا وړ درمل رسوي.

سرچينې د دغو ماشومانو له کورنیو څخه هم غوښتنه وکړه، چې پالنې او مراقبت ته يې جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نیږدې راتلونکي کې د لسګونه نورو ورته افغان ماشومانو د جرمني ته د وړلو او تداوۍ د پلان خبر هم ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب