پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغانستان په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې پاکستان مات کړ

افغانستان په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې پاکستان مات کړ

تاند (جمعه، د حمل ۴مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان څخه د درو شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه په ۶ ویکټونو او ۱۳ توپونو وګټله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان په درو شل اوره لوبلړۍ کې مخامخ کېږي او په عین حال کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان په شل اوره مسابقه کې پاکستان ته ماتې ورکوي.

تر دې وړاندې د دوو هیوادونو ټیمونه په نړیوالو او اسیايي سیالیو کې درې ځلې مخامخ شوي چې درې واړه سیالۍ پاکستان په لږ توبیر ګټلې دي.

د نننۍ سیالۍ پچه پاکستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. افغان باولرانو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په داسې حال کې چې پاکستان ۹ لوبغاړي بایللي وو، یوازې یې ۹۲ منډې وکړای شوې. دا په شل اوره سیالیو کې د پاکستان د لوبډلې له لوري یوې بلې لوبډلې ته تر ټولو ټیټ هدف و.

محمدنبي، چې د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو، د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه وکړه. ده په باولینګ کې د پاکستان دوه لوبغاړي وسوځول همداراز یې په بیټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې وکړې. محمدنبي په ۳۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

خو په باولینګ کې د افغان باولرانو په منځ کې مجیب الرحمان تر ټولو ښه وځلېد. ده په ۴ اورونو کې نه یوازې ۲ مهم لوبغاړي وسوځول بلکې تر ټولو لږ منډې یعني ۱۵، ورکړې.

د مسابقې په یو پړاو کې افغان توپ وهونکي (بټسمنان) هغه مهال وارخطا غوندي شول چې ابراهیم ځدراڼ وسوځید او ورپسې ګلبدین نایب په هماغه اوور کې ویکټ له لاسه ورکړ. خو د محمدنبي او نجیب ځدراڼ ورو او له حوصلې سره مله لوبه سبب شوه چې افغانستان دا مسابقه وګټي.

د دې لوبلړۍ دوهمه او درېیمه سیالي د روان مارچ په ۲۶ مه او ۲۷ مه ترسره کیږي.

1 COMMENT

  1. دنجونو دمکتبونو اوپوهنتونو دتړولو وروسته مې هره خوښي بي رنګه اوبي خونده وى خودکرکټ بريا هغه هم دپاکستان په مقابل کې نن ډيره خوښه کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب