چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد پروان امنیه قومندان د نجونو د زده کړو د بیرته ژر...

د پروان امنیه قومندان د نجونو د زده کړو د بیرته ژر پيلیدو خبر ورکړی

تاند:( جمعه، د حمل ۴ )  د پروان لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي عزیز الله عمر ویلي، چې طالبان به ډېر ژر د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بیرته پرانیزي.

نوموړي ویلي، چې تازه یې خپل نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله سره لیدلي او هلته یې کتلي، چې یو پلاوی د تعلیمي نصاب پر بیا کتنې کار کوي.

د دغه طالب قومندان په وینا، د یاد شوي پلاوي له لوري د تعلیمي نصاب له بیا کتنې سره به ژر د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې بیرته پرانیستل شي.

طالبانو په دې اړه بیا- بیا ګڼې وعدې کړي، خو نه عملي کیدو یې خلک د دوی پر وړاندې سخت قهرولي دي.

نړیواله ټولنه هم له دې امله د طالبانو پر رژیم سخت اعتراض لري، تر دې چې طالبانو سره د تعامل لپاره یې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار بیا پيل یو مهم شرط ښودلی.

3 COMMENTS

  1. هسې غول مه خورئ د دوکه باز بچوو، وشرميږئ د دې غټو ږيرو نه مو وشرميږئ.

  2. دالحاد او کفر هغه وایرسونه چی داسلام، انسانیت له اصولو سره تناقض لری هغه باید پاک سی. دا وایرسو دښځپرستی اپت سبب شوی وو او لا دوام لری چی افغانستان یی اوس برمته نیولی دی. دچارسدی او جلال آباد لیونیانو ته دی مالومه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب