جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهسربیا کې د افغان پناه غوښتونکو جسدونه موندل شوي

سربیا کې د افغان پناه غوښتونکو جسدونه موندل شوي

تاند:( جمعه، د حمل ۴ )  د شمالي مقدونیې د ګمرک مامورینو د ۹ افغان، پاکستاني او سوري کډوالو جسدونه موندلي دي.

اسوشېټېډ پرېس وایي تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دغو کډوالو کې څومره افغانان دي.

سرچینه زیاتوي: دغه پناه غوښتونکي په یوه لارۍ کې پټ شوي وو او غوښتل یې د یونان له لارې سربیا ته لاړ شي.

  افغان کډوال غربي اروپا ته د رسیدو لپاره له سربیا څخه کار اخلي.

تر دې وړاندې د ايټاليا په اوبو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۶۰ ډېر افغان کډوال ډوب شوي .

همدا شان، څه موده وړاندې په بلغاريا کې په يوه لارۍ کې د ۲۰ افغان کډوالو مړي موندل شوي وو.

په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین، د طالبانو له لوري د خپلو مخالفانو نیول او شکنجه کول او په ټوله کې ښې راتلونکې ته نه هیله مندي له هېواده د سلګونه زره افغانانو د وتو د هڅو سبب شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب