شنبه, اپریل 27, 2024
Home+مسکو ته د شي جين پينګ سفر او نړيوال امنيت وړانديز

مسکو ته د شي جين پينګ سفر او نړيوال امنيت وړانديز

جان روان ځاځی- بیجنګ

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د روان ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۲۰مې نېټې په يوه رسمي درې ورځني سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته ولاړ او روسي سیال يې په سرې غالۍ هرکلی وکړ.

شي جين پينګ د مسکو هوايي ډګر کې خبري رسنيو ته وويل، چې هغه به له خپل روسي سیال سره د چين او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې علاقې وړ مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي او د خپلمنځي ستراتیژيکو او عملي همکاریو لپاره به لارنقشه جوړه کړي.

نوموړي د چین او روسیې اړیکې د نړیوال وضعیت له بدلون او ازموینې څخه وتلې بللي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ په اړه يې هیله ښودلې ده.

ولاديمير پوتين د روسيې او چين اړيکې د لويو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او نويو همکاريو نمونه بللې او د دواړو هېوادونو اړيکو ته يې ارزښت ورکړی او په وينا يې، د چين او روسيې اړيکې د متقابل باور، د يو بل ملي حاکميت ته د درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ جوړې شوې دي.

دا د شي جين پينګ د چین د دولت رئیس په توګه تر بيا ټاکل کېدو وروسته لومړی بهرنی سفر و او نوموړی چې کله په ۲۰۱۳م کال کې د چين دولت رئیس وټاکل شو، نو همغه مهال يې هم خپل لومړنی سفر روسیې ته کړی و.

چين او روسیې په وروستيو کالونو کې د نړيوال وضعيت له بدلون سره سره متقابلې تبادلې او تګ راتګ نږدې ساتلي او د دواړو هېوادونو مشرانو له ۲۰۱۳م کال راهیسې په دوه اړخیزو او نړیوالو صحنو کې ۴۰ ملاقاتونه کړي دي.

دواړه سيالان د سیمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه همغږيدلي دي.

د اوکراين کړکېچ

د نړۍ وضعيت ارام نه دی، د لويو هيوادونو ترمنځ نانندرۍ او کشمکشونه اوج ته په نږدې کېدو دي، په کمزورو هېوادونو کې يې سیالۍ راپورته کړي او د خپلو ګټو لپاره يو بل تورنوي او ځيني يې د تسلط او بادارۍ په لټه دي.

ځينو هېوادونو د امنيتي مسئلو او ستونزو پر وړاندې دوه ګوني معيارونه غوره کړي او پر خپل خونديتوب ټينګار لري، خو د نړۍ امنيت له پامه غورځوي او ځيني يې بیا د ځنګل قانون او اصول مراعاتوي او په نړۍ کې مقاومتونه هڅوي او کمزوري هېوادونه ګواښي.

دا څرګنده ده، چې امنيت د ځينو هېوادونو انحصاري حق نه، بلکې د ټولو ګډ حق دی او هر هېواد د نړيوال امنيت د ساتلو مسؤليت لري.

اوکراين هڅې کولې او لا هم بوخت دی، چې د ناټو سازمان غړيتوب ترلاسه کړي، خو روسيې د ځان لپاره خطر وباله او ګوتڅنډنې يې ورته کولې، چې بالاخره يې د بريد ښکار کړ او اوس یې له ستوني نه شي تېرولی.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په لومړيو کې پر اوکراين بريد وکړ او لا يې هم پښې په جګړې کې بندې دي او د بريد لوی لامل يې د اوکراين د ناټو د غړيتوب د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.

روسيه وايي، ناټو اوکراين هڅوي، چې د دغه سازمان غړیتوب واخلي او په همدې پلمه غواړي، خپله لمن د روسیې تر پولو وغځوي او د سر درد ورته پيدا کړي.

ايا اوکراين به د افغانستان په سرنوېشت اخته شي؟

لوېديځ له روسیې سره په اوکراين کې داسې لوبه پېل کړې، لکه د شوروي اتحاد پر وړاندې يې، افغانستان کې پېل کړې وه.

امريکې او ملګرو هېوادونو يې همغه مهال د افغانستان مجاهدينو ته وسلې او مهمات ورکول او د جهاد په نوم يې د شوروي اتحاد پر وړاندې وجنګول، خو کله چې د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستانه ووتل، نو لوېديځ هم افغانستان ته شا وګرځوله او وروسته چې څه پېښ شول او لا پېښږي، د ټولو مخکې دي.

امريکا او ځينو لوېديځو هېوادونو ته اوس دا چانس په لاس ورغلی، چې روسيه په اوکراين کې بنده کړي او له زوره يې وغورځوي.

دوی اوکراين ته وسلې او پوځي تجهيزات ليږي او د روسيې پر وړاندې يې جنګ ته هڅوي.

روسيه د اوکراين کړکېچ په راپورته کولو کې لوېديځ په تېره بیا ناټو ته ګوته  نيسي او بيا بیا یې ويلي، چې مجبوره شوې، چې د خپل ملي امنيت پر وړاندې شته خنډونه له مخې لرې کړي.

امريکې د خپلو ګټو لپاره د اوکراين کړکېچ ته وردانګلي، که څه هم په جنګ کې فزيکې ګډون نه لري، خو اوکراين ته پوځي تجهيزات ليږي او پوره مرستې ورسره کوي.

سوله کمزورې، خو ډېره قيمتي ډالۍ ده

د اوکراين پر کړکېچ کال واوښت، خو لا یې د حل څرک نه لګيږي او دا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو سخته امنيتي معضله بلل کېږي. د دغه کړکېچ له امله ميليونونه اوکرانيان بې کوره او کډوال شوي او لسګونو زرو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ داسې مهال مسکو ته په رسمي سفر تللی و، چې روسیه په اوکراين کې پر جګړې بوخته ده او دغه سفر يې د نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده.

نوموړی له خپل روسي سیال سره د اوکراين مسئلې پر حل هم غږيدلی دی او وړانديز يې ورته کړی، چې خپلمنځي سوله ييزې خبرې پېل کړي او د لا سخت کړکيچ مخه دې ونيسي.

شي جين پينګ هوډ ښودلی، چې د روسیې او اوکراين د روان کړکېچ د سياسي او ډيپلوماتيک حل لپاره رغنده رول ولوبوي او دواړو هيوادونو ته يې وړانديز (نړيوال امنيت) کړی دی.

نوموړي مسوولانه خبرې اترې د اوکراين کړکېچ د حل کيلي او غوره لاره بللې ده او پر نړيوالې ټولنې يې هم غږ کړی، چې د رغنده خبرو ملاتړ يې وکړي.

هغه ويلي، چې د نړۍ هر هېواد باید د ملګرو ملتونو منشور او اصول وساتي او نړيوال قانون ته باید درناوی ولري.

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل چيني سیال سره په خبرو کې د چين (نړيوال امنيت) وړانديز هرکلی کړی او د اوکراين مسئلې د حل په پار يې د خبرو اترو د ژر پېل ژمنه تکرار کړې ده.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي بيا څه موده مخکې، د چين د نړيوال امنيت وړانديز په اړه ويلي، چې په دې اړه خبرې کېدای شي او تمه يې ښودلې، چې له خپل چيني سیال شي جين پينګ سره ټليفوني خبرې وکړي.

امريکا د چين او روسیې اړيکو ته د شک په سترګه ګورياو پر چين يې تورونه لګولي، چې دغه هېواد روسیې ته د وسلو په ورکړې غور کوي، خو چين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې بېجينګ له مسکو سره خپلواکې اړيکې پالي او نه غواړي، چې د اوکراين کړکېچ کې د کوم لوري ملاتړ وکړي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل، چې هېواد يې د اوکراين جګړې ميدان ته وسلې نه لېږدوي، بلکې امريکا يې په ډاګه ورليږي او په اور تېل شيندي.

نوموړي امريکې ته وړانديز وکړ، چې د اوکراين د جګړې ډګر ته دې د وسلو لېږد ودروي او د دغه بحران د سياسي حل لپاره دې رغنده رول ولوبوي.

وانګ ون بين زياته کړه، چين د اوکراين په مسئله کې تل عيني او عادلانه دريځ غوره کړی او پوره هڅې کوي، چې د کړکېچ ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته کېنوي. د هغه په ټکو، هېواد يې تل د سولې، خبرو او د تاريخ د سم لوري ترڅنګ ولاړ دی او د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره به پر له پسې رغنده رول ولوبوي.

چين او روسيې متقابل سیاسي باور پياوړی او ژور کړی او خپلمنځي همکارۍ يې پراخې کړې دي.

چین او روسیه وايي، چې دوی خپلواکې ډیپلوماتیکې تګلارې لري او خپلمنځي اړيکې يې د درېيمې خوا ضد او تقابل کې نه دي او پر نورو هېوادونو اغېز نه ښندي، خو امريکا او لوېديځ هېوادونو يې پر اړيکو شک لري.

چین او روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې دي.

د سعودي او ايران د دوه اړخيزو اړيکو بیا پېل

ایران او سعودي عربستان د چين په منځګړيتوب د دوهاړخیزو اړیکو پر بیا پیلولو هوکړه کړې او ويلي يې دي، چې په دوو مياشتو کې دننه به سفارتونه بیا پرانيزي او ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران بههم ډېر ژر سره وويني.

ایران او سعودي عربستان څه باندې ۷ کاله کیږي، چېډيپلوماتیکي اړیکې یې غوڅې کړې وې.

ايران او سعودي د خپلمنځي ستونزو د حل په برخه کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د پام وړ نوښت (د نړيوال امنيت وړانديز) ستاينه کړې ده.

ملګرو ملتونوهم د بېجينګ په منځګړيتوب د ریاض-تهران د ډيپلوماتيکو اړيکو د موافقې هرکلی کړی او په دې برخې کېيې د چین د هلو ځلو ستاینه کړې ده.

د سعودي عربستان او ايران اړيکې هغه مهال ډېرې ترينګلې شوې، چې ځينو کسانو په ۱۳۹۴ لمريز کال کې په تهران کې د سعودي پر سفارت او مشهد کې يې پر کونسلګرۍ بريدونه وکړل.

په ايران کې د سعودي عربستان پر ډيپلوماتیکو دفترونوبریدونه وروسته له هغه وشول، چې ریاض په ۲۰۱۶کال کېیو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

کله چې ايران او سعودي عربستان خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې غوڅې کړې، نو په منځني ختیځ کې د دواړو هېوادونو کړکېچ زيات شو او په تېره بيا په هغه وخت کې يې نور هم زور واخېست، چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په مې کې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه په یواړخیز ډول ووتله..

د امريکا او چين اړيکې په کږليچونو کې روانې دي، خو بیا هم سپینې ماڼۍ په ظاهره د بېجينګ په منځګړيتوب د ایران او سعودي د ډيپلوماتيکو اړیکو د بیا پیلېدو هرکلی کړی دی.

1 COMMENT

  1. امریکا خپل اقتصاد په نظامی برخه کې پیاوړی کوی کله چې په امریکا، برتانیی او پاکستان باندی په نظامی برخه کې ګټه بنده شی نو بیا هر فیصله یا حرکت چې د نړیوالې سولې لپاره پورته کیږي نو دوي ورته دې شک په سترګه ګوری، ځکه د امریکا هر ولسمشر چې په ټاکنو کې کامیابیږی، دهغو فابریکو څښتنانو په پیسو ورته کمپاین کیږي چې هغه فابریکي وسله جوړوی نو د امریکا مشران مجبور دي چې د خپلو وسلو لپاره د خرڅلاو بازار پیدا کړی، زما په نظر کچیری په اکراین کې جنګ دریږی نو امریکا به بیا یا په ټایوان باندی سرمایه ګذاری کوی یا په جاپان او جنوبی کوریا ترڅو چین یا شمالې کوریا ته ستونزی جوړی کړی، اوس امریکا سره د ایران په وړاندی تنها اسرایل پاتي ده مګر د اکراین په وړاندې د مذهبی نږدی والی له وجهي د روسیی طرفداری وکړ ځکه خو اوس په اسرایلو کې لاریونونه روان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب