شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپه ختیځه اروپا کې په یوه کانتینر کې د ۹ کډوالو مړي...

په ختیځه اروپا کې په یوه کانتینر کې د ۹ کډوالو مړي وموندل شول

تاند (جمعه، د حمل ۴مه) د شمالي مقدونیا ګمرکي مامورینو په یوه موټر کې، چې پناه غوښتونکي یې لېږدول، د ۹ تنو مړي موندلي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس دراپور له مخې، تراوسه څرګنده نه ده چې په دغو پناه غوښتونکو کې څو تنه افغانان دي خو غالب ګومان دا دی چې یا ټول یا یې اکثره افغانان دي.

دا پناه غوښتونکي په یوه باري موټر کې په المونیمي پایپونو کې پټ کړای شوي وو او غوښتل یې چې له یونان څخه سربیا ته لاړ شي.

اکثره پناه غوښتونکي له ترکیې څخه بلغاریا او بیا صربیا ته اوړي.

تر دې وړاندې تر ۶۰ ډیر افغان پناه غوښتونکي، چې د هغو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې، د ایټالیا په اوبو کې ډوب او مړه شول. د ایټالیا تر پېښې لږ مخکې په بلغاریا کې په یوه کانتینر کې د ۲۰ افغان پناه غوښتونکو مړي وموندل شول.

له بلې خوا پرون (پنحشنبه) د بلغاریا د دیمیتروفاګراد (Dimitrovgrad) سیمې پولیسو وویل، د چهارشنبې په شپه یې ۲۵ افغان غیرقانوني کډوال نیولي دي.

د پولیسو په وینا، دا ۲۵ افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه په یوه واګون موټر کې راغلي وو او غالباً یې غوښتل چې د بلغاریا له لارې سربیا ته واوړي.

پولیس وايي چې د موټر چلوونکی یې هم نیولی او د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور یې دوسیه ورته جوړه کړې ده.

دوی د افغان پناه غوښتونکو په اړه ویلي چې له هیڅ یوه سره هیڅ راز اسناد نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب