جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهازبکستان له افغانستان څخه په آمو سیند کې د حقابې غوښتنه...

ازبکستان له افغانستان څخه په آمو سیند کې د حقابې غوښتنه وکړه

تاند: ( جمعه، د کب ۵ ) ‏د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ د دغه هېواد یوه پلاوي کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره د امو سیند د اوبو پر سر د ناندريو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ازبکستاني پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې دغه هېواد به د امو سیند د اوبو د حق د ترلاسه کولو په بدل کې د “قوشتیپې” پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستیال «عبدالغني برادر» مطبوعاتي دفتر هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې کاملوف په دغو ناستو کې ویلي، ازبکستان چمتو دی چې د نړیوالو معیارونو په رعایت سره د امو سیند لقب ترلاسه کړي.

ملا برادر، د ازبکستان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د غوشتپې کانال به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

د دې اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي، د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا پر پروژو هم خبرې وکړې.

مخکې ځينو رسنيو د بلخ د قوشتيپې کانال له جوړولو سره د ازبکستان د مخالفت خبر ورکړی و.

د طالبانو چارواکو ټينګار کړی و، چې د دغه کانال جوړول د افغانستان حق دی او په دې اړه د چا خوښې ته نه ګوري.

معلومه نه ده، چې طالبان او ازبکستان تازه په دې اړه څه پريکړو ته رسیدلي دي.

2 COMMENTS

  1. له تاند ویبپاڼی څخه پوښتنه: د نړیوالو معیارونو په رعایت سره د آمو سیند لقب ترلاسه کړې که حقآبه ترلاسه کړی؟

  2. د آمو سیند د هیواد د پامیر د لوړی څوکی د ۴۰۰۰ میتره څخه په لوړه ارتفاع کی سرچینه اخلی. دا چه د دغه سیند داوبو منبع د واخان او پامیر یخچالونه دی، نو د دغه سیند لمړنی نوم د واخان د سیند په نوم شهرت لری.
    د افغانستان له خاوری ( پامیر+ شیوا + واخان، کوکچی، کندز) سیندونو اوبه آمو سیند ته لوییږی. همداسی کله چه هیواد کی وچکالی نه وی، د خلم ، بلخ اب، اندخوی او قیصار سیندونو اوبه هم د آمو سیند ته لویږی.
    د بلخ د کالدار ولسوالی څخه د قوشتیپی کانال سربند شروع کیږی. د سربند په دغه ځای یا ساحه کی زمونږ د خاوری پورتنی دری سیندونه واخان، کوکچه او کندوز سیندونو اوبه، د آمو د سیند نمایی یا پنځوس فیصده اوبه جوړوی.
    یا په بل عبارت د آمو سیند د قوشتیپی د کانال د سربند په خوا کی په هره ثانیه کی تقریبا د ۲۰۰۰ متره مکعب اوبه لری. او د قوشتیپی کانال په هره ثانیه کی فقط ۶۵۰ متره مکعبه اوبه غواړی. اوس دي قضاوت خپله د ازبکستان ورونه وکړی.

    بله خبره: د آمو سیند سرچشمه هم زما د خاوری څخه شروع ده. د چپ خوا سیندونه او اوبه آمو سیند ته زما له خاوری لویږی.
    همداسی د ښي یا شمالی خوا څخه سیندونه د تاجکستان لخوا څخه آمو سیند ته لویږی. یعنی په مجموع کی د آمو د سیند اوږدوالی د افغانستان او تاجکستان په سرحد کی تقریبآ ۱۳۵۷ کیلو متره دی.. البته…؟. بیا د افغانستان او ازبکستان سرحد ۱۴۴ او یا د آمو سیند اوږدوالی ثابت ۱۴۴ کیلو متره دی. همداسی ځمونږ سرحد د ترکمنسان سره ۸۰۴ کیلو متره دی.
    ښه خبره داده چه ازبکستان زمونږ نیک ګاونډی دی، د آمو سیند د اوبو په باره کی د افغانستان سره د ښه ګاونډی او علمی منطق څخه کار واخلی. که د اوبو فیصله د ریاضی د محاسبی په اساس ترسره شی، شاید اربکستان حیران او بی ځوابه پاتی شی.
    افغان چارواکو ته پکار دی چه د خپلو اوبو په هکله ډیر زیره که او هوښیار اوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب