چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد: امريکايي چارواکي داعش ته کمپاين کوي

مجاهد: امريکايي چارواکي داعش ته کمپاين کوي

تاند: ( جمعه، د کب ۵ ) ‏د‌ طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد امریکايي چارواکي په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه په تبليغاتو تورن کړل.

نوموړي نن په یوه ټویټ کې لیکلي:« په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري.»

نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د داعشیانو موجودیت له پخوا څخه په مراتبو کم شوي او ځپل شوي دي.

طالب وياند زياتوي:« د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د امریکايي چارواکو تر څنګ د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو ادعاوې کوي.

طالبان بيا د داعش ډلې د ځپلو ادعا کوي، خو بيا – بيا لیدل کیږي چې دغه ډله په يو شمېر سيمو کې بريدونه کوي یا ېې طالبانو سره جګړې رامنځته کيږي.

3 COMMENTS

  1. ستاسو او داعش دواړه یوه سکه یې تاسو هم امریکا دې اسلام نام بدې لپاره راوستی یاست ترسو وکړې شی چی دنیا ته وشې چې ټول مسلمانان لکه طالب غوندی جاهله دې ولی خداوند به له اسلام نه پخپله ساتنه کوې ګمرا کفار او دې هغوې جوړې شوې ډلی دې اسلام په جامه کې هیڅ نسیې کولې او په خپله به تباه کیږې انشالله

  2. تڼیه
    ستا خبری دهغو خلکو دی چی داستخباراتو په دنیا کی لوی سوی او هغو یی فکری قوت له مینځه وړی وی. په دنیا کی اوس هم آزاد خلک سته. تاسو به د ښارو خلک یاست. افغانستان به مو نوی لیدلی. ما لیدلی. ما دملت ملاتړ چی دامریکایانو په مقابل کی یی دطالبانو سره درلود هم لیدلی. په ځان خلک مه خندوه.
    ددنیا مسلمانان، بلی هغه چی واقعا مسلمانان وی او ملحدو تر تاثیر لاندی نوی راوستلی، په طالبانو افتخار کوی. زه بهر یم او ماته دپوهو مسلمانو جزبات مالوم دی. هیله دی په خپله مفکوره بیا فکر وکړی. په افغانانو ستا خبری ښی نه لګیږی.
    ایا بیا جنګ غواړی؟ که نه نو ستا خبری به څه فایده ولری؟ اوس مکتب او مدرسه سره یوه کیږی. زوړ نفاق مه را ژوندی کوه.

  3. ثابته ته په خپله یو پنجابی پرسته انسان یې شاید تا له هغه خلکو سره لیدلی او ناسته کړې وې چی په غوجله کې پیدا سوې او لوې سوې وېې خلک خو ته په ځان خنده وې چې خپلې ښځې پنجابې نارینه داکتر ته بیایې او دې خپلې خویندې له تعلیم څخه منع کوې ته له غوجلی لګ بهر شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب