شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهلندن ته د کرزي او عبدالله د سفر اوازې؛ پراخ غبرګونونه ښودل...

لندن ته د کرزي او عبدالله د سفر اوازې؛ پراخ غبرګونونه ښودل شوي

تاند:( جمعه، د حمل ۴ )  د بریتانیې پلازمېنې لندن ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه سفر ته منسوب یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې د ډېر بحث وړ ګرځیدلی.

دغه عکس، چې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، ښاغلی کرزی د صادق مدبر او زلمي رسول په ملتیا د لندن ښار له یوه سړک څخه په پلي ډول د تېریدو په حال کې څرګندوي.

د کرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل په یوه کنایوي ټوکه کې کرزی تورن کړی، چې طالبانو ته د افغانستان له سپارلو سره یې د ځان او ملت برخلیک ټول خراب کړی.

د کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم بیا د نبیل په غبرګون کې نوموړی په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د بهرنیانو لاسپوڅی بللی.

یو شمېر نورو فعالانو له ښاغلي کرزي پوښتلي، چې د سولې په نوم طالبانو ته د لابي ګرۍ پر وخت یې مزار او بدخشان ته د چکر اعلان کړی و، خو اوس ولې لندن کې ګرځي؟

د کرزي پلویانو بیا د منتقدینو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دوی یې د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني پلویان او غني یې د افغانستان د اوسني ناورین مسوول ګڼلی.

په ورته وخت کې، یوشمېر خبري سرچینو ویلي چې د کرزي تر څنګ د جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رئیس او د کرزي اوسنی نیږدې متحد ډاکټر عبدالله هم له هندوستان څخه لندن ته تللی او دواړو په پټه له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان پر وخت خبرې کړي دي.

د کرزي او عبدالله نیږدې سرچینو دا خبر رد یا تایید کړی نه دی.

2 COMMENTS

  1. په دا شلو کالو کی د ښاغلی کرزی ملګری ټولی غمیزی او پړي د ښاغلی غنی په ملګرو ور اچوی. او د ښاغلی غنی ملګری یی په ښاغلی کرزی ور اچوی.
    ماته هغه د پښتو متل راپه یاد شو چه وای.
    پلار دی سپرو مړ کی که پلو؟ ویل څه یی کووم زما دښی ووت که سپرو مړ کړ که پلو.

    وطن دی سپرو تباه کی که پلو؟ ویل څه یی کووم زما دښی ووت که سپرو تباه کړ که پلو.

    وطن مو کرزی تباه کړ که غنی؟ ملت وای هر چا چه تباه کړه خو مونږ یی ورسره هم تباه کړو.

  2. شهاب
    طالبان خپلو کندهاریانو عبدالله او کرزی ته درناوی کوي. چې امریکایانو ته يي د افغانانو د وژلو مصونیت هم دوئ جمع قانونی او فیهم ورکړی و. خو غنی او نجیب چې کندهاریان نه ول باید په دار وځړول شي. که غني بی عقل نه وای دوهم ځل يي چې انتخابات نه وای کړي او نه يي هم ځان کاندید کړی وای. ښايي ډاکټر عبدالله به ولسمشر شوی وای هغه څوک چې حکمتیار ته يي د پیغور په ډول وویل: طالبان د حکمتیار صاحب وروڼه دي، زما وروڼه نه دي. خو نن بیا همدا جناب چې له غني سره يي په دواړو دورو کې نیمايي حکومت درلود. د عطا محمد نور په خبره چې د ده دفاع وزیر بسم الله خان خلکو ته تلیفونه کول چې مقاومت مه کوۍ. خو مسولیت بیا ټول باید په غني واچول شي. د کرزی صاحب له هماغه شرم بس و. چې د مسکوپه کنفرانس کې عباس ستانکزي مخامخ د امریکایانو د ګوډاکي حکومت مشر وباله، که شرمونه وای، پز پریکړې به بیا د چاقو نوم هم نه اخیسته.
    خو طالبان دې هم ځانونه ویده نه اچوي، دا چې نن په غرب کې احمد مسعود، دوستم، نبیل او سلګونه نورې خرابي پرزې ساتلې کیږي، د پردې شاته ښايي څه لوبه روانه وي. نو ای طالبانو لږ له خلکو سره چلند نرم او غوښتنو ته يي ځواب ووایاست. خلک وايي د جنت ګټل موږ په خپله کوو، دلته مو ژوند، کار، زده کړو، او خوشحالۍ ته پریږدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب