شنبه, مې 18, 2024
Home+قرآن کریم او روژه |ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

قرآن کریم او روژه |ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

 د الله تعالی له لوري، قرآن کریم د نورو الهي کتابونو او صحیفو په پای کې انسان ته د وحدانیت، معرفت او انساني ارزښتونو په پار د الله تعالی څرګند پیغام دې چې د روژې په مبارکې میاشتې کې را نازل شویدی. روژه یو ښه فرصت دی چې انسان د هغه لوی ذات لوري ته مخ کړي، خپل ملاتړ او هدایت ته یې راوبلي ترڅو تقوا او رشد ته ورسیږي. د اصولو له مخې، دا مبین کتاب د انسان د ژوند عملي لارښود دی، خو متاسفانه زیاترو یې تلاوت هم پریښې او که څوک یې تلاوت کوي، ډیر یې په معنا نه پوهیږي او له تدبر او تفکر څخه یې عاجز دي چې مازې د ضرر د مخنیوي او ګټې د غوښتلو لپاره یې لولي. دغه هم ښه انګیزه ده، خو د قرآن هدف د دغه مؤمن انسان څخه د داسې یو شخصیت جوړول دي چې د انسانیت معراج ته ارتقاء وکړي، ترڅو خپل رب او خپل ځان سم وپيژني.

د دې ستر پیغام حق، انسانانو پوره نه دی اداء کړی. که څه هم علماوو او فقهاوو خپل کوښښ کړی او د نور له دې لوی سمندر څخه یې یوه کوچنۍ برخه راګرځولې ده خو په قران مجید کې یوازې له دریو تر څلورو سلنه آیتونه احکام او د فقهي مسائلو (روا ناروا) په اړه دي. د عقائدو او تفسیر علماوو هم ژور کارونه کړيدي، خو د الله تعالی سره د نږدې والي لپاره د دقیقو لارښوونو، د کائناتو او انساني نفس د عجائبو په څیړلو، د ټولنو، امتونو او انسانانو د اعتلاء او زوال په مسائلو کې د هڅو په برخه کې د دې کتاب حق هغسې چې په کار دی، زما په نظر د مسلمانانو له خوا نه دی اداء شوی. په دې روښانه کتاب کې تر ټولو زیات لاندیني موضوعات یاد شوي دي:

لومړی؛ د الله تعالی د ذات، الوهیت، ربوبیت، ملوکیت، اسماء او صفاتو بیا بیا یادونه شویده. نږدې ۳۰۰۰ ځلې الله، ۱۰۰۰ ځلې رب او تر ۳۰۰۰ ځلو زیات د الله تعالی نور نومونه یاد شوي چې د حق تعالی په واحد ذات باندې د ایمان په محور راڅرخي. بله برخه یې په آفاقو او نفسونو کې د الله تعالی د قدرت نښې، له انسان سره د هغه رحماني اړیکې او د هغه پر لوري د انسان د پاملرنې اړتیا ده. د الله تعالی بې شمېره نعمتونه، د کائناتو پراختیا، عظمت او نظم هم د قدرت د نښو په توګه یاد شويدي. د الله تعالی۹۹ سلنه نومونه د رحم، بخښنې، مهربانۍ، ارادې، عدالت او حاکمیت اړوند دي چې په ټولو کې خیر نغښتې دی.

پر قران تر ژور نظر وروسته، انسان پوهیږي چې د کائناتو ستر خالق د کمال، جمال او ښه والي ټول صفتونه لري. بنده ته د مرۍ له رګونو نږدې دی او هره شیبه یې دعا او زارۍ اوري. هر چېرته او هر وخت حاضر دی؛ که کوم ځای کې دوه کسه وي، درېیم یې الله دی او انسان چې هر لور ته مخ کړي، هماغه لور ته یې د الله مخ دی. هیڅ شی د هغه په شان نه شته، د پټو او ښکاره، اوسنیو، راتلونکو او تېرو پیښو په هر کیفیت خبیر، بصیر او علیم دی. فعال او د پیاوړې ارادې څښتن دی، نه له څه شي زیږیدلی دی او نه زیږول کوي، نه پرې خوب راځي او نه پریشاني، تل بیدار، حی او قیوم دی. د انسان په نیت، فکر، عمل او تدبیر پوه، لیدونکی او اوریدونکی دی. نو ځکه خو انسان پر دغه لوی ذات د ایمان له برکته، ‎له امن، ډاډ، باور او هیلې برخمن کیږي او هغه ته د ځان سپارلو له امله د الهي مشیئت سره سم، د سلامتۍ او روغوالي احساس لري.

دوهم؛ د آخرت د ورځې د حالت، څرنګوالی، دوام او د انسان د ښو او بدو اعمالو بدله؛ یعنې نعمتونه او عذابونه یا له نعمتونو څخه محرومیدل چې تر دوه زره زیاتو آیتونو کې د دې ورځې په باره کې د زیري ترڅنګ خبردارې ورکړل شويدي. دا تذکیر انسان ته څرګند پیغام ورکوي چې د دې نړۍ ژوند په مسؤولانه ډول وکړي او د هر ښه یا بد عمل بدلې ته منتظر و اوسي. البته د ښو عملونو نېکه بدله لس، اویا، اوه سوه او یا ترې زیاته ښودل شوې ده خو د بدو په مقابل کې د هماغې اندازې د سزا خبرداری ورکړل شویدی. دا انعطاف هم شته که د ژوند تر وروستۍ شیبې پورې یو انسان د توبې وس پیدا کړ، نو ښو کړنو ته دې را وګرځي او بد دې جبران کړي چې بخښنه ورته وشي.

د آخرت ژوند نه ختمیدونکی دی او د دنیا ژوند د هغه په نسبت بیخې د مقایسې وړ نه دی. د اوسنیو کائناتو تر پیدایښت نږدې ۱۴ ملیارده کلونه تېر شوي دي. که د انسان منځنی ژوند اویا کلونه محاسبه کړو، دا په دوه سوه میلیونه برخو کې یوه برخه کیږي. مثلاً که د ۲۰۰ میلیونه ګامونو یو مزل وهل شوي وي، د انسان دغه اویا کالونه په کې یو ګام دی. دا عمر دومره کوچنی ښکاري لکه په لس زره کیلو متره کې یو ملي متر (یو کوچنی ټکی). لس زره کیلو متره دومره لاره ده لکه د ځمکې له یو سره چې بل سر ته ولاړ شې. نو کله چې یو ابدي ژوند را روان وي چې هیڅ پای نه لري، د دې دنیا له ژوند سره به یې تناسب څومره وي؟ نو که یوه سلنه هم باور لرئ چې یو حساب کتاب شته او یو بل ژوند راځي، نو ډېر زیات یې جدي ونیسئ.

دریم؛ انسان ته د مسؤولانه ژوند، خپلواکۍ، ارادې، دندې، مقام، خواصو، اخلاقو او صفاتو اړوند پیغامونه ورکړل شویدی. د ښه او فوق العاده انسان او همدا راز د بد انسان خواص او بیلګې. محمد صلی الله علیه وسلم د بشیر (زیري ورکوونکي)، نذیر (خبرداري ورکوونکي)، سراج منیر (رڼا خپرونکي)، معلم او اسوة حسنة (عالي انساني بیلګې) په توګه یاد شوی دی. د داسې یتیم په توګه چې خالق ورته ځانګړې توجه کړې او یاد یې ورله لوړ کړیدی. د انسانانو له هدایت سره سخته مینه لري؛ دومره پرې مهربانه دی چې نږدې ده ځان له منځه یوسي خو ورته ویل شوي چې ستا دنده ابلاغ، زیری او خبر داری ورکول دي، پرهمدغې دندې دې مستقیم پاتې شه. د الله پر بنده ګانو حفیظ، مصیطر، جبار او وکیل  نه ېې، معنوي ړانده او کاڼه سمې لارې ته نه شي راوستلای او هدایت یوازې د الله تعالی کار دی.

په قران کریم کې د انساني ټولنې او تمدن جوړوونې فکټورونه او د عروج او زوال سببونه ښودل شویدي. انسانان د مؤمن، کافر او منافق په ډلو ویشل شويدی، چا ته نعمت ورکړل شوی او چا ته مغضوب علیهم او ضالین ویل شويدي. دا د انسان د وړتیا او مسؤولانه ارادي اعمالو پایله ګڼل شوې ده چې په کومه ډله کې راځي. همدارنګه د هر ډول عملونو دنیوي عاقبت او اخروي نتیجه بیان شوې ده. انسان په قرآن کې یو ممتاز، د کرامت خاوند، پر ځمکه خلیفه، د پرښتو مسجود، د ایمان په صورت کې اعلی، د علم او ازادې ارادې لرونکی او شعوري مخلوق یاد شوی دی چې د خپلو ښو او بدو کړنو مسؤول دی. د خیر رسولو او بدۍ فوق العاده وړتیاوې لري. زړه، سترګې او غوږونه ټول یې مسؤول دي. هغه مسلم، مومن، عابد، انفاق کوونکی، عادل، صالح، مصلح، تقوا لرونکی، محسن، صدیق، صادق، بِر، پراخ زړی، راشد، رشید، ایثارګر، صابر، باوجدان او د سالم قضاوت لرونکی دی. د انسان په باب ویل شوي چې د نړۍ هر څه د ده لپاره پیدا شوي، د نړۍ د تسخیر توان ورکړل شوی، په احسن التقویم کې پیدا شوی، د فطرت له مخې خدای پلټونکی، منونکی او د خدای امانت دار دی. انسان ځمکه ابادولی شي او بدن یې اعتدال او توازن لري. که څوک ورسره بد هم وکړي بخښه ورته کوي. دا عالي انسان د جاهلانو د خبرو په مقابل کې هغوئ ته د سلام او روغوالي خبره کوي.

خو که انسان ارادي او شعوري هڅې ونه کړي او انساني غرایز یې منحرف شي بیا له نیکې لارې ګرځي او بدو کارونو ته مخه کوي. په دې صورت کې ورته د کافر، ناشکره، ظالم، حریص، سفاک، بخیل، ممسک، متکبر، مستغني، باغي، بېړه کوونکی، تنګ نظره، جنجالي، وږ سترګی، د ستونزو پرمهال جزع کوونکی او د نعمت پر مهال منع کوونکی ویل شوی دی. دا ډول انسان په خپلو دغو عملونو د دوام په صورت کې تر حیوان ډېر ټیټ کیدای شي. (مثلاً د چنګیز، هټلر، سټالین، ماوتسي تونګ، اتیلا، ګوډ تیمور، هلاکو او نورو ظالمانو په شان تباه کوونکی کیدای شي) چې ځانونه اسفل السافلین ته ورغورځوي. په قرآن کې ملائک د الله تعالی د پیغام راوړونکو او د چارو د سمبالوونکو په توګه یاد شويدي. که مسلمانان هرې موضوع ته هماغومره توجه وکړي چې په قران کې ورته شوې، نو په دې سره به مسلمان د یو متوازن انساني شخصیت، عادلانه ټولنې او نړیوال نظام لپاره یوه بهترینه نسخه وړاندې کړي او هم به وکولاې شي چې د نورو امتونو او تمدنونو سره د بحث او ډایلاګ لپاره اماده شي.

د زېږېدنووخت ټاکنه | ډاکتر ابراهیم شینواری

اوس پوښتنه دا ده چې څرنګه کولاې شو قرآن په خپل ژوند کې پلی کړو؟ تر ټولو ښه لاره داده چې د قرآن احکام د رسول الله د سیرت او شخصیت په بهترینه نمونه کې په تطبیقي ډول وګورو او هماغه شان یې عملي کړو. لومړی دې هرمسلمان ځان جوړ کړي چې د پورته یادو شوو عالي صفاتو خاوند شي. ځکه رسول الله څلویښت کاله د خپل ځان، ایمان او شخصیت په جوړولو تېر کړي دي. بیا دې د تعلیم، تبلیغ، دعوت او حکیمانه موعظې له لارې د خپل نږدې چاپیریال د انسانانو د اصلاح هڅې وکړي. د رسول الله دیارلس کلنه مکي دوره او لس مدني کلونه، د فرد او ټولنې اصلاح ته وقف شوي وو.

د کورنۍ، کلي، ښار او ټولنې تر جوړولو وروسته د انسانانو د پرمختګ تر ټولو لوړه درجه د نظام په جوړولو، اصلاح کولو او ساتلو کې د برخې اخیستل دي. رسول الله تر ځان او امت جوړولو وروسته یو عادل نظام جوړ کړ. په دې برخه کې د قرآن هدایات لنډ خو جامع دي. ولس او ټولنې ته نظم، قانونیت، امنیت، خدماتو، حقوقو، عدالت او اصلاحاتو برابرولو مهمې دندې ښودل شوېدي چې د شورا د ټولو د نظر پام کې نیولو او مصلحت له مخې به کیږي. مشري د صالحانو حق دی چې اصلاحات راولي، انسان او ټولنې ته خیر ورسوي.

په اسلام کې د فساد، بغاوت، انحصار، دوکې، تزویر، استثمار، استحمار، استبداد او ظلم لپاره ځای نشته. د زور ویلو، لوټلو، تطمیع، غصب او انحصار پربنسټ سیاسي یا اقتصادي ګټو حصول له اسلام سره کوم پیوند نه لري، دغه غوښتنې د ځینو انسانانو له نفس او هوا څخه منشاء اخلي. که څوک ورته دیني توجیه جوړوي او خپلې خبرې د خدای د خبرو په نوم بیانوي، دا پر خدای افتراء ده چې فاعلینو ته یې د شدید عذاب انذار ورکړل شوی دی. حاکمان باید دې ته راوبلل شي چې خپلې کړنې د یو صالح فرد، یوه مسؤول واکمن او یو ځواب ویوونکي مامور په توګه د شریعت د مقاصدو سره سم اجرا کړي چې په هغو کې، د دین ساتنه، د نفس او ژوند ساتنه، د عقل ساتنه، د نسل ساتنه، د مال ساتنه او د انساني کرامت او بشري حیثیت درناوی شامل دی.

قرآن د بشري تفاهم دروازه هم خلاصه کړې او له نورو دینونو او تمدنونو سره یې د مشابهتونو په لټون او سوله ایز ژوند ټینګار کړی دی. سیاسي ډلې او دولتونه باید د تقابل او ټکر پر ځای، د دغه شان تفاهم او نړیوال ثبات لپاره کار په لومړیتوبونو کې راولي. افراد دې هم د کرکې، تعصب، ځان برتر ګڼلو، توهین، تحقیر، کینې، مقایسې، تکبر، غفلت، ضرر، بې تفاوتۍ او نورو منفي صفاتو څخه ځان وساتي او تر خپله وسه دې د ځان، کورنۍ، ټولنې او انسانیت په خیر، اصلاح او فلاح کې برخه واخلي؛ ترڅو په روژې کې د همدغو قراني معیارونو په تلې برابر او د اجر وړ وګرځو.

—————-

یادونه؛ د پورتنۍ مقالې لیکوال چې د مسلک له مخې د طب ډاکټر او د ګڼ شمیر څیړنیزو کتابونو لیکوال دی، د جمهوري نظام په مهال د ښوونې او روزنې سرپرست وزیر وو.

10 COMMENTS

  1. الله پاک ډاکټر صاحب ته ډیر اجرونه ورکړی. دوی ډیر ښه تحلیل کړی دی. واقعا چی قران عظیم الشان د انسان لپاره د ژوند یوه ترټولو ښه نسخه ده.

  2. سلامونه،
    د ښاغلي ورور ډاکټر ابراهیم شینواري ،پخواني سرپرست پوهنې وزیر صاحب ،له روژې سربیره د کریم قرآن په اړه همه جانبه لیکنې له امله مڼنه کوم او مبارکي ورته وایم. اصل کښې خو باید اوسنیو ط ط علماوو یا شیخ القرآن او حدیثونو کوم یو دا زحمت ځانته ورکړی وای.
    په هر حال،-زه صرف دومره یادونه کول غواړم چې د پخوانیو منحرفینو لکه چنګیز،هټلر،ستالین،ماوو ا.د.ن…. تر څنګ ې د اوسنۍ روانې پیړۍ انسان وژونکو ، ظالمانو، قاتلینو، فاسدانو او فاسقاتو … چې بیلګې ېې د نړۍ په څلور خواوو او په تیره بیا د افغانستان په معاصر تاریخ کښې لږ نه دي ،هم یو څو نومونه ذکر شوی وای.یوازې د کورونا ویروس تیتوونکو ۷ ملیونه انسانان ووژل او جګړو..
    – یو لغت چې فکر کوم تاسو له عربي (سِنه تُُ ) = (پریشاني) ترجمه کړې؟! ؛زما په یاد کابلي تفسیر کې ې= (پرامښکئ )یا (خوبوړیتوب) ژباړلی و. فکر کوم د آیت الکرسي یوه برخه (…لا تاءخذه سنهِ تُُ و لا نَوم…).ده.
    په ډیر درنښت. الله مو پر قلم او پوهنو لا برکت زیات کړي. ۱۴۰۲ نوی لمریز کال او د ۱۴۴۴ ق.رمضان مو مبارک شه.آمین.

  3. سلام
    شینواری صاحب زه تاسره دوزارت په برخه کې موافق نه یم دپوهنې وزارت ستا مسلک نه وه بلکې دکتنځیو او روغتونو په برخه کې ستا مسولیت وه.
    په هر حال هغه وخت تا هیڅوک نه لیدل زه ثبوت لرم . که غواړې زه کولای شم هغه تاته واستوم .
    زموږ مقام بازېو دغه حالت ته راووست تا په لیکنه کې ډیر ښه څېړلی دی!

    • شريف زاد صاحب ته
      په تبصره کې مو زياتی کړی دی. ډاکتر صاحب د دوه نيم لکه ښوونکو مسوول و. هغه به اول د چا سره ليدل. بل دا سم نظر نه دی چې د داکتر يې پر معارف څه.
      دا ښه نه ده چي خپله څه علمي شی نه شئ لیکلی اوبس چنګګ اچوئ.

  4. د ډاکتر صاحب شینواري لوړ شخیصت ته درناوی لرم او دا لیکنه یې ډیره علمي ده. مونږ دا ډول شخصیتونه چې هم علم لري او هم لیکل کولی شي کم لرو. خدای دې د دوی په قلم برکت واچوي. البته ځینو کسانو د ځان نه د سپي مچان جوړ کړي په هر شي کې انتقاد لټوی
    خدای مو ژوندی لره ډاکتر صاحب

  5. سلام
    کاشکی تا فتوا ًورګړې نه وای علمی برخه دې هم خپله بې علمه کړې زه وایم شینواری عالم دی مانه دی ویلی چی عالم نه دی خو یو عالم باید عمل ته هم وګوری ما نه دی ویلی چې وزیر وم زموږ بی انصافی داده چې هم یې کرو او هم رېبو!
    زه له تا شینواری ښه پېژنم ستا داس او چکش چنګک او تېشه دلته خای نه لری هیله کوم چې دپوهنې او طب مسلک سره شریک نه کړی ځکه دوه مختلف متغیره یاvariable دی

  6. عزتمند ډاکتر صاحب شینواری لیکنه قرآن کریم او روژه ډیره لوړه لیکنه ده. ډاکتر شینواری یو ډیر لایقه او با استعداده افغان دی. تر اوسه هیڅ تنظیم او هیڅ ګوند پوری تړاو نلری. په خپل لیاقت او پوهی سره یی ځان دغه ځایی ته رسولای وه. په حال او راتلونکی کی چه هر حکومت وی، او یا راشی نوموړی به په ښه وظیفه مقرر وی، لیاقت او ښه اخلاق لری او ډیر بی ضرره سړی دی.

  7. هغه نسخه چې ۱۴۰۰ کاله مخ کې انسانان په زور او جنګ قبضه کړي دي او ضد او نقیص پکښې وجود لري اوس د منلو وړ ندی ! اوس وخت د طبیعت پيژندل او علمي تحقیقات دي ! قران د بردګي او غلامي هغه کتاب دی چې په زرګونو ناپوهه انسانان یې له ډار او وهمه مني او دبدبختي سبب یې ګرزیدلی دی ! د قران پالو د جهالت نخشې داعش ، طالبان او نور بی علمه انسانان دی چې له ښځو یې حقوق اخیستي دي !
    لوی جهالت یې معراج دی چې محمد بیله کوم تخنیکی و سیلې سره په اوزګوړ سپور اسمانو ته ختلی دی چې د خدای دربار ته ورشي ! نو د خدای له دومره لویوالی سره خو په مځکه به یې هم دربار وي نو اسمان ته څه حاجت شته ! یهودو دین پيداکړی خو عربو هم د محمد په واسطه شوکه ترې کړې ده چې تر اوسه پورې هم نه سره جوړیږي !! د دانورو عجمو په حال افسوس چې پر دې جهالت کې بند پاته دي !

    • تاسو گران ورور که بې طرفه مطالعه وکړئ، نظر به مو بدل شي د دې کتاب او پر هغه چا چې نازل شوی دی، پر خلاف هر کال تر شپږ سوه زیات کتابونه لیکل کیږږي، خو د قرآن اعجاز او د هغه د رسونکي اهمیت ورځ تر بلې زیاتیږي. په معجزه آسا ډول د بشریت تر ټولو د کمو تلفاتو او زیاتو بریاوو جنګونه د اسلام د پیغمبر په مشرۍ شوي دي، چط هغه هم دفاعي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب