ژباړه: ډاكټر محمد ابراهيم شينوارى
ډېر زيات زېږنونه، يو بل ته ډېر نژدې زېږنونه او د نويو بالغو نجونو او تر پنځه دېرش كالو لوړو مېرمنو زېږنونه، د نويو زېږېدليو ماشومانو له دريو څخه د يوې برخي، د مړيني سبب كېږي.
د زېږنونو (ولادتونو) تر منځ فاصله د ماشومانو او ميندو د روغتيا، د ښه كولو له بهترينو او پياوړو لارو څخه يوه لاره ده. په پرمختيايي هېوادونو كي سل مليونو مېرمنو، چي له نارينه وو سره اوسېږي او د اميدوارۍ ضد درملو ته اړتيا لري، دغه اړتيا يې نه ده پوره شوې. د كورنۍ پلان پروګرامونو ته د نويو بالغو شويو په ګډون د هري ښځي لاسبري، د عامي ښووني او روزني پروګرامونو ته له لاسبرۍ سره يو ځاى په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو كي چي ودونه په كي مخكي له وخته كېږي، له دې سره به مرسته وكړي، حي د ميندو او ماشومانو له ډېرو مړينو او معيوبيتونو څخه مخنيوى وكړي.
بنسټيز پيغامونه:
۱. تر پنځلس كلنۍ عمر مخكي او پنځه دېرش كلنۍ عمر وروسته اميدواري د مور او ماشوم، د ناروغۍ خطر زياتوي.
۲. د مور او ماشوم، د روغتيا لپاره په كار ده، چي كم تر كمه د دوه زېږنونو تر منځ دوه كاله موده فاصله موجوده وي.
۳. تر څلورو اميدواريو وروسته د اميدوارۍ او ماشوم زېږوني خطر زياتېږي.
۴. د كورني پلان خدمتونه خلكو ته پوهه او د داسي پلان مانا ورښايي، چي كله بايد ماشوم ولري، څومره بايد ولري او كله يې بايد ولري؟
د اميدوارۍ، د مخنيوي ډېري خوندي او د منلو وړ لاري شته.
۵. كورنى پلان، د دواړو؛ ښځي او خاوند مسووليت دى، هر يو اړتيا لري، چي د روغتيا، د ګټو په باب وپوهېږي.
مرستندويه معلومات:
۱. هر كال ۵،۵۰۰۰ ښځي په اميدوارۍ او ماشوم زېږوني پوري د اړونده ستونزو له امله مري. د هري ښځي په مقال كي چي مري، ۳۰ نوري ښځي له شديدو او معيوبوونكو اختلاطاتو سره مخامخ كېږي. كورنى پلان د دې مړينو او ډېرو معيبويتونو مخه نيولاى شي.
دې ته موقع وركول، چي لومړۍ اميدواري په اتلس كلنۍ كي رامنځته شي، د خوندي اميدوارۍ او له دې څخه به مخنيوى وكړي، چي د هغې ماشوم كم وزنه نړۍ ته راشي. دا په هغو هېوادونو كي ځانګړى اهميت لري، چي مخكي له وخته په كي واده رواج وي.
هغه نجلۍ، چي اتلس كلنۍ ته نه وي رسېدلې، په فزيكي ډول دې ته نه وي تياره، چي ماشوم وزېږوي. ماشوم زېږونه، په كم عمره نجونو كي تر بالغو ډېره خطرناكه وي. هغه ماشومان، چي له كم عمره مېندو څخه زېږېدلي وي، ډېر امكان لري، چي د عمر په لومړي كال كي ومري. كه مور هر څومره كم عمره وي، هماغومره يې خطر خپل ځان او ماشوم ته ډېر وي.
ځواني نجوني ځانګړي مرستي ته اړي دي، چي اميدواري وځنډوي. ځوانو نجونو او د دوى كورنيو ته بايد معلومات وركړل شي، چي مخكي له وخته اميدواري څه ضرر لري او څنګه يې مخه نيول كېداى شي؟
تر پنځه ويشت كلنۍ وروسته د اميدوارۍ او ماشوم زېږوني خطر بيا زياتېږي. كه د يوې مېرمني عمر تر پنځه دېرش كلنو اوښتى وي، څلور يا تر څلور ځله زياته اميدواري يې تېره كړې وي، بيا اميدواره كېدل يې خپل او د راتلونكي ماشوم روغتيا ته يو جدي خطر دى.
۲. كه د اميدواريو تر منځ فاصله تر دوو كالو كمه وي، د نوي زېږېدلي ماشوم د مړيني چانس ۵۰% زياتېږي.
په هغو ماشومانو كي چي عمر يې تر دوو كلونو كم وي، د بل ماشوم پيدايښت د دوى روغتيا او دې ته يو له ډېرو لويو خطرونو څخه ګڼل كېږي. لومړني ماشوم ته د مور شيدې ډېر ژر درول كېږي او مور ډېر لږ وخت پيدا كوي، هغه ځانګړي خواړه ورته تيار كړي، چي لومړنى ماشوم ورته ضرورت لري. مور نه شي كولاى، لومړني ماشوم ته هغه لازمه مرسته او پاملرنه برابره كړي، چي اړتيا ورته لري، په ځانګړي ډول، كله چي ماشوم ناروغ وي، په عام ډول هغه ماشومان، چي په بل ماشوم پسي تر دوو كالو مخكي زېږېدلى وي، په فزيكي او دماغي ډول، د هغه ماشوم په نسبت كمه وده كوي، چي تر دوو كالو وروسته زېږېدلى وي.
د يوې مېرمني له اميدوارۍ او ماشوم زېږوني څخه د بشپړ رغېدو لپاره دوو كلونو ته اړتيا لري، له همدې امله د مور روغتيا ته خطر ډېر زيات دى، كه بل ماشوم نړۍ ته راشي، مور مخكي له دې چي بيا اميدواره شي، دې ته اړتيا لري، چي خپله روغتيا، غذايي حالت او انرژي بېرته لاسته راوړي. نارينه د دې لپاره چي د خپلي كورنۍ روغتيا وساتي، نو د زېږنونو تر منځ، د دوو كالو د اهميت او د اولاد د شمېر په باب بايد پوره خبرتيا ولري.
كه يوه مېرمن تر لومړنۍ اميدوارۍ وروسته ډېر ژر بيا اميدواره شي، په راتلونكي ماشوم كي يې د مخكي له وخته پيدا كېدو او كم وزنۍ خطر ډېر زيات دى. كم وزنه زېږېدلي ماشومان ښه وده نه كوي، ژر ناروغه كېږي او د ناوزن لرونكو ماشومانو په نسبت، د ژوند په لومړي كال د مرګ له خطر سره څلور ځلي ډېر مخامخ وي.
۳. د بيا، بيا اميدوارۍ، ماشوم زېږوني شيدو وركولو او ماشوم پالني له امله د مور بدن ډېر ژر ستړى او كمزورى كېږي. تر څلورو اميدواريو وروسته په ځانګړي ډول، كه د دوو زېږنونو تر منځ فاصله تر ۲كالو كمه وي، په مور كي د كم وينۍ (نرۍ ويني) او وينه بهېدني (د ويني، د زياتي ضياع) په شان جدي روغتيايي ستونزو خطر موجود وي.
۴. روغتيايي مركزونه بايد خلكو ته د كورني پلان، د داسي پلان مشوره وركړي، چي د منلو وړ وي. خوندي وي، مناسب وي، اغېزمن وي او د رانيولو وړ وي.
د اميدوارۍ، د مخنيوي له بېلابېلو طريقو څخه يوازي كانډم د دواړو اميدوارۍ او د H.I.V/Aids په ګډون، د جنسي لارو لېږدېدونكيو ناروغيو مخنيوى كولاى شي.
د مور په شيدو سر تر پايه تغذيه، د ماشوم له زېږېدني څخه تر شپږو مياشتو پوري د مور د بيا اميدواره كېدو مخه نيسي. د مور په شيدو، د ماشوم سر تر پايه تغذيه مور ۹۸% بيا له اميدواره كېدو څخه ساتي، خو په د ې شرطونو: د ماشوم عمر تر ۶مياشتو پوري وي. د حيض دوره يې بيا نه وي راګرځېدلې، ماشوم يې د ماشوم د غوښتنو په اندازه په خپلو شيدو تغذيه كړې وي، چي نور خواړه او اوبه يې نه وي وركړي.
۵. سړي او ښځي بايد د ناپلان شوي اميدوارۍ د مخنيوي لپاره په ګډه مسووليت ومني. دوى بايد له روغتيايي كاركوونكو څخه د معلوماتو لاس راوړلو ته لاسبري ولري، چي د كورني پلان له بېلابېلو طريقو څخه خبر وي، چي موجودي دي.
معلومات له ډاكټر، نرس، ښوونكي، د كورني پلان له كلينيك او د ځوانانو يا مېرمنو له ټولنو څخه هم لاسته راتلاى شي.