جمعه, مې 3, 2024
Home+کوزه پښتونخوا کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کوزه پښتونخوا کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) د کوزې پښتونخوا په جندول منډا سیمه کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړ شوي پروګرام کې د سیمې بېلابېلو شاعرانو، لیکوالانو، ولسي وګړو او محصلینو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام ویناوالو له خلکو وغوښتل چې د پښتو کتابونه واخلي، په دوکانونو لګېدلې لوحې پښتو ژبې ته واړوي او په ګډه د خپلې ژبې پرمختګ لپاره کار وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم لر او بر پښتنو دمورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په تړاو پیغامونه خپاره کړي.

ګڼو لیکوالانو په خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت د پیغامونو ترڅنګ هیله ښودلې چې دوی دې د خپلې ژبې غني کولو ته کار وکړي.

دوی ویلي ژبه په خبرو نه بلکې په علمي آثارو غني کېدای شي.

د ټولنیزو رسنیو لر او بر پښتنو په ټوله کې له پښتنو لیکوالانو غوښتي چې پښتو ژبې ته دې له نورو ژبو آثار را وژباړي څو پښتو ژبه لا غني کړي.

خو بل لورته بیا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو ورانول ودروي.

د فبرورۍ ۲۱ هرکال په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب