شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونه«مادر بلندشو» دردېدلي غږ سخت غبرګونونه پارولي

«مادر بلندشو» دردېدلي غږ سخت غبرګونونه پارولي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) د کابل ښار بره کي څلور لارې ته نږدې په چاودنه کې د هغې مور د ټپي حالت وېډیو چې کوچني ماشومان یې ورته چیغې وهي او وایي « مادر بلند شو» په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه را پارولي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو پر دې پېښې سخته غوسه ښکاره کړې او عاملین یې سخت غندلي دي.

عام افغانان په ټولنیزو رسنیو کې هغه وېډیو لاس په لاس کوي چې په کې ماشومان د خپلې ټپې مور ته په چېغو د پورته کېدو غږ کوي خو له وسه یې څه نه وي پوره.

د پولیسو د معلوماتو له مخې که څه هم د هغې مېرمن روغتیايي حالت ښه دی خو د یادې پېښې عاملینو ته خلک سخت په غوصه دي.

کابل ښاریانو هم پر دې پېښې سخت غبرګونونه ښودلي او په سختو الفاظو یې د جګړې ښکېل لوري غندلي دي.

په ټولنیزې رسنۍ ټوېټر د دې وېډیو په خپرېدو د « ماد بلند شو» هشټګ هم په زرګونه ځلې خپور شوی.

لیکوال او ژورنالېست میرویس ستانکزي په خپل ټوېټر لیکلي: « وحشت مګر په کوم مخ به له ولس او لوی خدای ج سره مخ کېږي. دا حالت له زغمه وتلی، دا وحشي لوبه نور بس کړئ، د دې پېښې عاملین د بښنې او زغم وړ نه دي».

ارین خیبر بیا په خپل ټوېټر لیکلي: «وحشت آفرینان به ایما و اشاره باداران پنجابی شان  به نام قرآن و خدا می کشند، می درند و به آتش می کشند.»

بل لورته نصرت رحیمي بیا د ټپي مور له انځور خپرولو سره په خپل ټوېټر لیکلي: « د مورنۍ ژبې په نړیواله ورځ دغو دوو ماشومانو ته د طالب ډالۍ! »

رحیمي د دې پېښې عاملینو ته په خطاب کې ویلي: « ای د وحشت لارویانو له فرعونیته راکوز شئ، نور اسلام مه تر پښو لاندې کوئ، خپل وطن مه ورانوئ خپلې مور او خویندې مه بې ستره کوئ».

که څه هم د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین  د دې پېښې د انځور په خپرولو سره ویلي چې طالبان باید د خپلو جنایتونو پور پرې کړي.

هغه لیکلي:« طالبان  د دې خاورې له ماشوم، مور او خور سره ښکاره دښمني لري او دروند قیمت به یې ورکړي».

خو وسله والو طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د یادونې ده چې د کابل ښار په برکي څلور لارې کې تېر مازیګر د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر چاودنه وشوه چې له امله یې ښځې او ماشومان ټپیان شول.

6 COMMENTS

  1. ورونو،
    طالب یو ټيټه او پلیده شیطاني پدیده ده چې د پاکستان او ای اس ای د شیطانی رهبرۍ په مستقمې اشارې دا افغان وژنه کوي. په داسې اسلام او مسلماني چې ته یې نمایندګې کوې لعنت. ستا په طرفدارانو لعنت. په هغه لعنت چې تا تمویلوي. ستا په مړه او بې بنیاده ایمان لعنت. تاسو د نړې او انسانیت لپاره پیغور او شرم یاست. ستاسو په انسانیت او حیا لعنت. تف لعنت په هغه ږېرو چې د ستاسو د کاذب مذهب نماینده ګي کوي. په سر او پچ مو لعنت، په هغو چټلو او لعینو طالب پخوانیو او اوسنیو مشرانو لعنت چې وازې خولې او کونې د افغانستان د مظلوم ملت د بربادی او عام وژنې تماشا کوي, او په کابل کې اسوده پراته دي. ځانونه مو وشرمول. که ستاسې هغه وړوند مشر هم له ګوره راپورته شي او دا ټول پاکستاني پوځ هم درسره شی په قران که یې په ارامه وخورئ. تاسو له دې هېوده تجرید شوي او رټل شوي یاست. لعنت پر تاسو پلیدانو. افغان وژنه بند کړئ.

  2. طالبه…. څه درته ووایم….. بئس للظالمین بدلا. الله ستا دا وعده خو خامخا ریښتیا نو کله به له دې ظالمانو بدله اخلې!!؟

  3. په افغان اولس کي خواخوږي نشته په کور کلي او ښار کي قتل وشي ملا او طالب چه د قاتلانو نماينده ده او د اسلام نماينده هم ځان بولي په جماعت کي قتل شوي ته دوعا وکړي او بس خبره په همدي ځای خلاسه شوه او د قاتل کونکي ټپوس نشته موضوع دلته حل شوه ځکه د تالب قاتل خواخوږی د جماعت په مهراب کي ناست ده که چيرته افغان اولس دا خاين له د مهرابه وشړي د افغانستان ټول ربړ او مشکل پای ته رسيږي .
    دلته لکه څنګه چهذحکومت غفلت کوي همدا شاني افغان اولس خپل مسوليت ادا کړي او د ځان مسوليت ومني.
    د مظلومو ماشومانو ته به ډوډي کيداي شي خپلوان که چيرته يي ولري ورکړي ليکن دا ماشومان خو د مور ميني ته اړتيا لري هغه به څوک ورکوي؟
    دد سوال ځواب بايد تالب افغان اولس او نړيواله ټولنه ووايي

  4. افغان ملت باندی د کابل او نورو ځایونو کښی امریکا له خوا په قدرت راوستل شوی قاتلان ، چورکوونکی او جاسوسان او د کوچنیوالی څخه د تخریب او قتلونو لپاره تربیه شوی طالبانو له خوا ظالمانه دستوری وژنی دوام لری او دوی د خپلو جنایتونو پټولو لپاره په خپلو مینځو کښی په یو او بل ادعاګانی کوی ، دا قاتل تنظیمونه او قاتل طالبان د خائينو مداری کرزۍ او درواغجن چیغی وهونکۍ اشرف غنی تر رهبری د امریکا په هدایت او رهنمائي پلانیز د ملت په تباهی لګیا دی تر څو چی دا مکروبونه وی نو افغان ملت به ارامی ونه وینی !!!!!!!

  5. محترم غروال صاحب،
    ملامت زه او ته یو، ملامت افغانان دي، ملامت هغه کسان دي چې د خدای او رسول نارې وهي خو هره ورځ د خدای او رسول په مخ نعوذو بالله لعنت وایی او کتاب یې تر پښو لاندې کوي. مونږ به تر کومه ددې بدبختو مردارۍ په امریکا او نورو اچوو. دا انسان وژنه خو لا له مخې زمونږ داخلې داړه مارانو شروع کړه وه. پاکستان اسلامی هېواد نه دی؟ ایران څنګه؟ او دا نور څنګه؟ دا خو ټول مسلمانان دی نو نور به ولې پرې ملامتوو. باید قناعت وکړو چې مونږ هم ډېر بد او ناروا خلک یو، مجاهد کوم خارجی وه؟ طالب څوک دی، ملا برادر، متقی، ملا عباس خبیث، ګلبدین، ربانی، مسعود او دا نور فاتلین څوک دي. که څوک ماته ووایې چې وطنوال دې ووژنه، ښوونڅي ته اور ورته کړه، انتحاري وکړه، سرک ویجاړ کړه، او زه هم دا کار وکړم یوازې دڅو افغانیو لپاره ګناه د چا ده. اشرف غني په قران که ملامت وي، مونږ افغانانو له امان الله خان، شهید سردار محمد داود خان، داکتر نجیب، کرزی او اشرف غني سره ځه وکړل، هر یو تر خپل حده غله يو او ډېره بریده مونږ هم خپل وطنوالو ته ګناهکاران یو. زه له تاسو سره موافق یم چې دوی له غربه راغلي خو که همدا غربیان نه وي نو بیا حکومت چاته سپارې؟ ملا عباس په شان دوس ته چې بیایې په پاکستان خرڅ کړي. سبا به بیا د افغان ښځې تیونه پرې کېږي، سبا به بیا پوهنتون د جنګ میدان وي، سبا به ببا په کابل او نورو ولایتونو کې تنظیمی جګړې او سګ جنګي ګانې روانې وي او کوڅه په کوڅې به پاټکونه او غلاوي او بې ناموسي وي. زه خو د یوه بې شرمه او بې دینه اسلامی هېواد له اسارته د همدې امریکانو حضور سل په سلو کې د افغانستان په ګته بولم. مونږ دومره بې غېرته یو چې امپراتورۍ له مونږه لاړلې او اوس خپلو خلکو ته نفقه هم نشو برابرولې. نو د څه دعوا لرو. طالب او دا نورو ملایانو او جهادیانو په شمول د کمونستانو دا وطن او ددې وطن شمله داسې له خاورو سره برابره کړې چې کلونه به یې په بیا جوړولو تېر شي. الله دې په مونږ ورحمېږي او له خیره سره مو د خپل حبیب له برکته له دې یو تعداد خاینو او شرمېدلو وطن پلورونکو ملایانو او حرفوی قاتلانو خلاص کړي. ډېره بخښنه دې وي.

  6. محترم فهیم صاحب ، که اجنبیانو دا خرڅ شوی افغان غلامان نه درلودای نه هغه وخت شوروی په افغانستان یرغل کولای شو او نه امریکا به په افغانستان د یرغل جرأت کړۍ وای او همدارنګه به د ملت پر سر معاملګیری حکومتونه نه وای رامینځ ته شوی او نه به پنجابی پاکستان جرأت لرلۍ چی په افغانستان خاوره کښی مسلسل راکټونه استعمال کړی او نه به پاکستان او ایران ته د مستقیمو زهرناکو مداخلو موقع برابره وای !!! همدا معاملګر اشرف غنی اول سوی سوی هوائي چیغی وهی چی د چا سره به معاملی ته حاضر نشم اما کله چی بادار ورته ووائی چی د ستا په شمول دا قاتلان باید په حکومت کښی موجود وی نو دده چیغی فورآ په خاموشی بدلی شی ، تر څو چی دافغانستان څخه دا رنګارنګ اجنبی جاسوسان او قاتلان له مینځه نه وی تللی دا پلانیز قتلونه او د اجنبیو مداخلی به روانی وی لکه د پخوا په شان به دا بی سواده غیرتی ملت افغانستان ددی قاتلانو څخه ( تنظیمونو ، طالبانو ، کمونستانو قاتلان او تش په نامه دیموکراتان ) پاکوی اوددی لپاره کار روان دی او طالبان د تنظیمونو په شان د اجنبیانو په کومک د ملت پاڅون نشی غلا کولای دا به وخت ونیسی اما ملت بریالۍ کیږی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب