سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+د پي اېس اېل په ۳ مه لوبه کې اسلام آباد بریا...

د پي اېس اېل په ۳ مه لوبه کې اسلام آباد بریا خپله کړه

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴)  د پاکستان سوپرلیګ یا پي اېس اېل په څلورمه لوبه کې اسلام اباد لوبډلې د ۳ لوبغاړو په شتون کې بریا خپله کړه.

دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه لومړی ملتان لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او د ۱۵۱ منډو هدف یې مقابلې لوبډلې ته ورکړ.

ملتان لپاره  رضوان په زړه پورې لوبه ترسره کړه چې تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې ترسره کړې.

مقابل کې اسلام آباد یونايټېد لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د دوی لپاره ليويس تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې اسلام آباد لپاره محمد وسیم او ليویس ښه توپ اچونه وکړه چې وسیم په ۴ اورونو کې د ۲۹ منډو په ورکړې ۳ او ليویس د ۳۱ منډو په ورکړې بیا ۲ لوبغاړي وسوځلو خو د ملتان لپاره بیا کارلوس او شاهد افريدي ښه توپ اچونه وکړه او دواړو ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ليويس ونومول شو.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په دوهمه لوبه کې د راشدخان اړوند لوبدلې بریا خپله کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب