جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمحب: دښمن به هېڅکله په غیر انساني کړنو موخې ته ونه رسېږي

محب: دښمن به هېڅکله په غیر انساني کړنو موخې ته ونه رسېږي

تاند (دوشنبه، د حوت ۴) په کابل کې د تېر مازيګر چاودنې سخت غبرګونونه راپارولي.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب  چې د کابل ښار د تېر  مازديګر چاودنې د ټپيانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی وو دا برید یو غیر انساني عمل وباله.

هغه زیاته کړې چې “د افغانستان د خلکو دښمنان به د داسې غیر انساني کړنو او بريدونو په ترسره کولو” سره هېڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسيږي.»

په ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د تېز مازيګر پر بوږنووونکې چاودنې سخت غبرګون ښودلی.

هغه دا برید بشر ضد او غیر انساني عمل بللی چې میندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په یوه وحشیانه پېښه کې ټپي کېږي.

کرزي په هېواد کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي هم جدي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دمګړی په هېواد کې د پردیو د ګټو جګړه روانه ده چې له امله یې هره ورځ بې ګناه خلک قرباني کېږي.

د یادونې ده چې د کابل ښار په برکي څلور لارې کې تېر مازیګر د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر چاودنه وشوه چې له امله یې ښځې او ماشومان ټپیان شول.

ددې پېښې انځورونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي او هغه یې یو غیر انساني او وحشتناک عمل بللی دی.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب