جمعه, مې 17, 2024
Home+په ټکنالوجي او آنلاین نړۍ کې پښتو‎

په ټکنالوجي او آنلاین نړۍ کې پښتو‎

اغاملوک سهار
په انټرنیټ او د ټکنالوجي نړۍ کې پښتو ډیره خواره ده،  ویکيپیډیا چې تر ۵۵ میلیونه زیاتي مقالې لري خو د پښتو برخه پکې 0.02% ده، په سرچ انجینونو کې یې برخه تر 0.05% کمه ده. همداسې په نورو سافټویرونو او آنلاین نړۍ کې…
خو په ټوله نړې کې د پښتنو شمیر له شپیتو تر اوویا (۶۰-۷۰) میلیونه دی.
ډیری هغه ملګري چې د ګوګل ژباړه، فېسبوک او یا نورو پلټفورمونو په ژباړه کې  یې برخه اخیستي نو هر وخت ورته معلومیږي چې ددي ژباړه څو زره یا څو لکه ځلو ترې ګټه اخیستل سوي او اوس ټول خلک ډیری شیان آنلاین ګوري،آنلاین یې ژباړي او یایي چک کوي.
یوازې ۸ میلیونه خلک په افغانستان کې انټرنیټ کاروي او میلیونونه پښتانه له افغانستان څخه دباندې انټرنیټ کاروي، نو ښه ده د کتابونو تر ژباړه آنلاین ژباړې او په ډيری پلټفورمونو کې د پښتو په وده او غني کولو فکر وکړو ځکه دا ژباړه ممکن میلیونونه کسان نن یا په راتلونکي کې وکاروي او هم هر څوک ورته لاس رسی موندلای سي خو د یو کتاب ژباړه او چاپولو ته ممکن زر او یا څو زره کسان لاسرسي ولري.
دوهم: ښه دا ده که لیکنې کوو نو لږ یې سمي او منظمي وکړو او ویب سایټونو کې یې له ټګونو سره شیر کړو چې کله دا موضوع نور پلټي نو سرچ انجینونه لکه ګوګل او نورو یې ورته وښيي.
دريېم: هیله ده ژورنالیستان،خبریالان او نور د رسنیو کارکوونکي چې کله غږیزه یا ویډیویي مرکه کوي نو متن دي هم ولیکي او په ویب سايټ کې دي خپور کړي چې د ویډيويي محتوا ترڅنګ متن هم غني سي.
څلورم: هر آپ یا سیسټم چې کاروئ نو د ژبې برخه هم لري نو که پښتو نه لري خو په ژباړې کې همکاري وکړي یا که غلط وه نو په سمونه کې یې همکاري وکړي دا آسانه ده هغوی یو فورم لري یا درکوي چې یو طرف هغه ژبه بل طرف ته یې باید پښتو لغاتونه وژباړو.
پنځم او شپږم او اووم…
هیله ده زموږ مورنۍ ژبه هم لکه د نورو ژبو غوندې غني او ددې پیړۍ ژبه سي.

5 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د ورور آغا ملوک سهار صاحب وړانديزونه ډېر ګټور دي، په ځانګړې توګه نوي نسل یا کهول ته .
    زړو ( زما په ګډون ) خو له پنځو ستورو نيولې تر احمد ولي اڅکزي ا.د.ن. پورې څه چې له فکر، ذِکِر، ليک او لوست ، ادب او هنر تر لر او بر راورسوهء، اوس نو د ځوانانو دنده ده چې د ستونزو د حل لیارو کښې تیوريک او پراکټيک کوښښ وکړي لاکن!!>
    پښتو ژبه هم لکه پشتون ولس له هرې خوا د سیاسي، کلتوري ، ټولنيز، اقتصادي ا.د.ن. خاصتاََ د ګاوڼدیانو له خوا د یرغل لاندې ده او مونږ تاسو ګورو چې د اساسي قانون موادو په تطبيق، دولتي ادارو کښې، لویو ښارونو کې ، کتابتونونو کې ( د کابل پوهنتون بیلګه!!!)، ترجمو کې ،مېډیا کښې، د ښوونځیو او پوهنځیو په درسي موادو کې د مادر او مایندر!! (مور او میرې ) چلند کېږي . نو تر ټولو مهمه دا ده چې دولت او حکومت حقونه حقدارانو ته د نوې ټکنالوژۍ پر بنیاد ورکړي.یرغل ختم کړل شي. په درناوۍ.

    • سلام
      زه له تا او داکتر سابی سره منم خو یوه ژبه څنګه پرمختګ کولی شی ،رغنده علمی او عملی ډګرته راوتلی شی او به تیره بیا د تکنالوزی له لارې د نورو ژبو ترڅنګ ځان راښودلی شی.
      ژبه په حقیقت کې ولسی پوهنخی ده یو بوهنخی په مسلکی لحاظ پیاوړی کریکولم ، استاد ، درسی موادو ، علمی او زبنی اصولو او اسا ساتو ته اړه لری.تدریس ،ترتیب ،تعلیمی نصاب او دژبې کچه په لوستلو،اورېدلو،خبرې کولو اولیکلو کې ځانګړی معیار تاکی . دغه برخې د انلاین دپروګرامونو لباره ښه سرچینه کېدای شی . ژبه د ګتورو کورسونو ،پلان او بروګرامونو په واسطه هم پرمختګ مومی. ژبه ژبنی کتابتون ، وسا یلو او ابزاروته اړه لری .جګړه په وسله کیږی!
      زه به احصایه کې لږ یا ډېرو کې له تاسره نه منم ځکه موږ کله چې یو سمپل څېړو د هغه کمی او کیفی اړخ ګورو فلهذا دلته به
      سیاست کې راګیرې پښتو سره ستر خیانت دوام لری:
      دور او میرې خبره
      دوه مخیتوب ،لا فوکی ګام اچول له دری نه پښتو ته اوله پشتو نه دری ته هغه هم په ماته اوګوډه ژبه
      دمنابعو نه شتون
      تش په نوم دپښتوژبی یو شمیر نمایشی څيړونکی ،څېړندوی ،مجقق او سرمجقق چې لا املایی غلطی لری
      بهرنی عوامل په تیره بیا د بی بی سی ترمینالوزی : میندواره
      له تریلیون دالرو نه څومره دژبې دتعلیم خانګړې شوی دی؟
      دبن د معاهدې اجندا وګوره
      د یونسکو ارتجاعی پروګرامو نو کې دژبې وژنه
      دملګرو ملتو دژبې (نړیواله ورځ) کې دپشتو ژبې نه اهمیت ،تګلاری او ارزښت
      ژبه ،کړکېچ، او په ژبه ژباړن تجارت
      دژبې غله او رهزن

  2. سلام،
    ورور ع. شريف زاد صاحب ! ډېره مڼنه دا چې تاسو هر وخت زما کمنټونه تاييد کړي دي .
    که ستاسو خوښه وي ، د تاند وزينې ویبپاڼې محترم چلوونکي ستا د بریښناليک او یا د وټسآپ پته ماته راواستوي تر څو ستاسو له معلوماتو لا ډېر بهره ور شم . مخکې له مخکښې تشکر.
    ستاسو ورور / پخوانی ډاکټر حميدالله زړور صاپی / بلجيم ۲۲/فبروري ۲۰۲۱

  3. سلام،
    دکتور ساپی زړه ور یی الله دې نورهم زړه ور لره . هرکلام ځان ته اخلاقی معیار لری او هر معیار بیا نصاب او لیدلوری. خو چاته چې دخپلې ژبې،ولس،خاورې ،عقیدې اوفرهنګ ارزښت ډیر وی وېره نه لری تا زه وینم . کېدای شی کله تاند زما له ډیرو تبصرو په تنګ وی خو معذرت غواړم اما زه دیو شمیر کسانو سره مخاطب یم. ولې نه! تاند کولی شی انشاء الله زما ایمیل به تاته ولیږی .زه به ویاړ له تا نه مننه کوم کور ودان.

  4. سلامونه،
    د تاند درندې او وزينې بریښنا پاڼې وبسایټ محترمو چلوونکو او ادارې ته ! ښې چارې
    که د ښاغلي ورور ع. شريف زاد صاحب د اي-مېل آدرس چې پخپله ېې ماسره د شريکولو موافقه د ستاسو تبصرو یا کمڼټ په برخه کې پرون ليکلې، زما په بریښنا ليک پته راولېږئ ؛ لطف به مو وي . تر څو یو له بل زده کړو څخه زده کړو.
    ستاسو له همکارۍ څخه یو جهان مڼنه . تاند دې تل تاند، تازه او آباد وي .
    ” ملګری او همکار : ډ. حميدالله زړور صافی (ساپی)/ برسلز /بلجیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب