جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کانګریس کې مخکښ جمهوریپال وايي، بایډن باید له افغانستانه پوځیان ونه...

په کانګریس کې مخکښ جمهوریپال وايي، بایډن باید له افغانستانه پوځیان ونه باسي

تاند(دوشنبه، د حوت۴) د امریکا په کانګریس کې د جمهوریپال ګوند مخکښ غړی مایکل مک کال وايي، د امریکا حکومت باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکړي.

مایکل مک کال، چې د کانګریس د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی دی، سي این این تلویزیون ته په مرکه کې وویل، ولسمشر بایډن ته پکار ده چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور ته دوام ورکړي چې طالبان یو وار بیا پر دغه هیواد واکمن نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ له طالبانو سره په دوحه کې موافقه وکړه چې پر اساس یې امریکايي پوځیان باید د سږ کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

د کانګریس غړي وايي، دوی هیله لرله چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، تشدد به کم کړي او د افغانستان له حکومت سره به په حقیقي معنا خبرې پیل کړي خو دې ډلې دا درې واړه شرطونه پوره کړي نه دي او په دې فکر کې ده چې امریکايي پوځیان ووځي او دوی په زور کابل او نور ښارونه ونیسي.

د امریکا د کانګریس غړي وايي چې طالبان باید په هیڅ صورت پرې نه ښودل شي چې په زور افغانستان ونیسي او هغه بریاوې له خاورو سره خاورې کړي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د سلګونو ملیارد ډالرو پانګونې او د زرګونو پوځیانو د وینو په بدل کې د افغانستان په برخه شوي دي.

د جو بایډن د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون تراوسه هیڅ چارواکي نه دي ویلي چې له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه نه مني خو غوښتنه یې کړې چې له دې موافقې سره سم دې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان له حکومت سره دې د سولې رښتینې خبرې پیل کړي چې له دې هیواده د امریکايي پوځیانو وتلو ته لار هواره شي.

ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې له سولې او اوربنده پرته امریکايی پوځیان له افغانستانه نه وځي.

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل تېره اوونۍ وویل چې هیواد به یې او د ناټو غړي به تر هغو خپل پوځیان له افغانستانه ونه باسي چې په دې هیواد کې سوله نه وي ټینګه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب