Homeخبرونهمسؤلین: اوس هم په زندانونو کې مخدره توکي کارول کېږي

مسؤلین: اوس هم په زندانونو کې مخدره توکي کارول کېږي

تاند (یکشنبه د حوت ۳) ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په لړ کې د د افغانستان د زندانونو د تنظیم ادارې مسؤلینو خپل د روان کال راپور له ملت سره شریک کړ.

ددغې ادارې د مسؤلینو په خبره، په زندانونو کې اوس هم ستونزې شته او بندیان مخدره توکي کاروي.

دوی وايي، په ځینو زندانونو کې زندانیان د سلب ازادۍ په ځايونو کې موبایلونه له ځان سره لري او زیاتوي چې د ننه زندانونو کې مخدره توکي کارول کېږي خو په وینا یې د مخنیوي لپاره یې پلان لري.

د مسؤلینو د معلوماتو پر اساس، په تېر یوه کال کې یې د هېواد زندانونو کې د نشه يي توکو په ګډون، د زندانیانو په لاس جوړې جارحه وسیلې، موبایلونه او ګڼ نور هغه شیان نیولي، چې زندان کې یې پر ساتلو بندیز دی.

د زندانونو د تنظيم ادارې نظامي مرستيال نظام الدين نورستانی وايي، «زه دا نه ردوم رښتيا هم د ننه کېږي، خو مونږ يې بايد په وړاندې اقدام وکړو چې د چا له لوري داخلېږي لومړۍ کار به زمونږ دا وي چې کراول بايد معياري شي او قوي شي.»

د مسؤلینو په وینا چې د بندیانو د وضعیت د ښه والي په خاطر یې پلانونه په پام کې نیولي او په اصلاحاتو یې کار روان کړی دی.

د زندانونو د تنظیم اداره وايي، په ټولو زندانونو کې یې د بندیانو د زدکړې او تحصیلي درجې کچې تثبیت کړي دي او په پام کې لري چې بندیانو ته د ښوونې او روزنې پروګرام پیل کړي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ټولو زندانونو کې ۲۹۲۴۸ تنه بندیان دي، چې ۱۶۴۴۶ کسان پکې نارینه دي او د ټولو بهرنیو بندیانو شمېر ۱۹۹ تنه دی.

دغه اداره وايي، له دوی سره زندانونو کې د داعش ډلې ۴۹۷ کسان بندیان دي، خو د القاعدې شبکې هېڅ بندي نه لري.

د زندانونو د تنظیم ادارې مسؤلین همدا راز وايي، چې د بګرام د زندان په شمول ځینې نور زندانونه هم د دوی په اختیار کې نه دي او د نورو امنیتي او کشفي ادارو له لوري اداره کیږي چې دوی هڅه کوي، څو د دغو زندانونو مسؤلیت په خپل لاس کې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...