Homeخبرونهد صرافانو کاري اعتصاب پای ته ورسېد

د صرافانو کاري اعتصاب پای ته ورسېد

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د ولسمشر اشرف غني د وياند مرستيال دواخان مينه پال وايي، ‏صرافانو نن ماښام له ولسمشر سره ولیدل او کاري اعتصاب یې پای ته ورساوه.

ښاغلي مینه پال یکشنبه ماخوستن مهال پر خپل ټویټر لیکلي، « صرافانو دولسمشر سره په نن ماښام ناسته کي کاري اعتصاب ختم کړ، حکومت به دیوې اوونۍ په دننه کي دصرافانو ستونزي حل کړي.»

نوموړي په داسې مهال د صرافانو د کاري اعتصاب د پای ته رسېدو خبر ورکړی چې له تېرو شاوخوا درې اونیو راپدېخوا په ټول افغانستان کې د صرافۍ مارکېټونه تړل شوي و.

تر دې مخکې د صرافانو ټولنې د خپل اعتصاب د درېیمې اونۍ په لړ کې له افغانستان بانک غوښتي و چې د صرافانو ستونزو د حل لپاره خبرو ته ورسره تیار شي او په وينا يې که دا حالت دوام وکړي، خلک به تر لا ډېر فشار لاندې راشي.

د صرافانو ټولنه وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې چې صرافیانې تړل شوي، خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او پر بازار یې هم اغیز کړی دی.

د صرافانو په وینا، دوی وروسته له هغه کاري اعتصاب پیل کړ چې د افغانستان بانک د صرافانو له وړاندیزونو او نظرونو پرته د دوی جوازونه لغوه کړل.

په افغانستان کې صرافانو د پولي خدماتو مارکېټونه وتړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...