جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: افغان هوايي ځواک په یوازې توګه د جګړې اغېزمنه وړتيا نه‌لري

پنټاګون: افغان هوايي ځواک په یوازې توګه د جګړې اغېزمنه وړتيا نه‌لري

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د امريکا د دفاع وزارت وايي، که چېرې د افغانستان د هوايي ځواک سلاکاران له دې هېواده ووځي، نو دوی به ونه شي کړای په اغېزمنه توګه مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امريکا د نظامي عملياتو پلټې ادارې تازه راپور چې د ياد هېواد کانګرېس ته يې وړاندې کړی ښيي، که چېرې د دوحې د هوکړې پر بنسټ له درېیو میاشتو څخه لږه موده کې د افغانستان هوايي ځواک بهرني نظامي سلاکاران دا هېواد پرېږدي، دوی به ونه ‌شي کولی د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې د ځمکي ځواک ملاتړ وکړي.

په یاد راپور کې راغلي، د بهرنيو نظامي سلاکارانو کمښت سره به د افغانستان هوايي ځواک په بشپړه توګه فلج شي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د الوتکو د ساتنې مسؤليت له امريکايانو سره دی.

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، هر کله چې دغه مسؤليت افغانانو ته وسپارل شي، دوی به حتی څو مياشتې هم د الوتکو ساتلو ظرفیت ونه لري.

پنټاګون ویلي، تراوسه پورې ۹۴ سلنه د هوايي ځواک بهرنيو نظامي سلاکاران له افغانستان څخه وتلي دي.

د راپورونو له مخې، په تېر يوه کال کې د افغان دولت د هوايي ځواک ۵ الوتکې له منځه تللي، يوه الوتکه ويجاړه شوې او د دې ځواکونو یو شمېر نورې الوتکې تر بيارغولو لاندې دي.

دا راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي و چې د دوی یوازینۍ ستونزه مالي ده نه سرتېري او جنګي وړتیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب