جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشدخان لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

راشدخان لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) راشد خان په پي اېس اېل لیګ کې د ښې توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز لوبډله یې بریالۍ کړه.

یاده لوبه د روانو لوبو په لړ کې دویمه لوبه وه چې د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

لاهور قلندرز پچه وګټله او پېښور زلمي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له لوري شاهین شاه افریدي ۳ او سلمان مرزا ۲ ویکټې واخیستې.

خو راشد خان هم ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ۴ اورونو کې يې ۱۴ منډې ورکړې.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸.۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.

د دوی له لوري محمد حفیظ ۳۳ او راشد خان ۲۷ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پېښور زلمي له لوري وهاب ریاض او ثاقب محمود ۲-۲ او مجیب الرحمن هم ۱ وېکټ واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب