Homeخبرونهپه افغانستان کې صرافانو د پولي خدماتو مارکېټونه وتړل

په افغانستان کې صرافانو د پولي خدماتو مارکېټونه وتړل

تاند (شنبه د دلوې ۱۸) د افغانستان صرافانو ټولنې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د اعتراض په ډول د صرافۍ مارکېټونه تړلي دي.

د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د پولي خدماتو یاد مارکېټونه به تر هغه تړلي وي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه نه وي شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزیع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې سره سم قانوني کړي.

بله خوا بیا د افغانستان بانک په یوه بیان کې ویلي چې ټولې صرافۍ باید د انفرادي جواز پر ځای شرکتي جواز تر لاسه کړي.

د صرافانو ملي ټولنه وايي، د صرافانو له وړاندیزونو او نظرونو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه لغوه کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د صرافیو شرکتي جوازونه باید اختیاري وي.

یادې ټولنې همدارنګه زیاته کړې چې مخکې د صرافیو او پولي خدماتو انفرادي جوازونه د درې کلونو لپاره تمدېدل، خو اوس وايي چې د افغانستان بانک دغه پروسه لغوه کړې چې په وینا یې دوی ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.

خو د افغانستان بانک بیا د صرافانو اعتراض ته په غبرګون کې ویلي چې له انفرادي څخه شرکتي جواز ته پرېکړه له نړیوالو شریکانو سره په شریکه شوې ده.

د افغانستان بانک د نشراتي څانګې لوی مسؤل حسیب الله نوري رسنیو ته په یو استول شوي وېډیوي پیغام کې ویلي چې یاده پروسه کولای شي د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو پر وړاندې اغېزمنه تمامه شي.

د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د شرکتي جواز د تر لاسه کولو په بهیر کې نسبت انفرادي جواز ته ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

« تاسو د شرکتي جواز په ترلاسه کولو سره یوازی ثابته مالیه ورکوی، شرکتی جواز د کلنی بیلانس وړاندې کولو ته اړتیا نه لري، شرکتی جواز اوس څو نفری د نظار پلاوي ته اړتیا نلري، یوازی مالک د جواز کولی شی د نظار پلاوي و اووسی، شرکتي جواز د اعتبار د ختمیدو نېټې پرته ورکول کیږي، د شرکتي جواز په اخیستلو سره کولای شئ د هېواد په هر ګوټ کې نماینده ګي پرانیزئ، هغه کسان چې شرکتي جوازونه اخلي د سر تضمین او لوړو زده کړو ته اړتیا نلري.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، شرکتي جواز د اعتبار د ختمیدو نېټې پرته ورکول کیږي او زیاتوي چې صرافان د یاد جواز په تر لاسه کولو سره کولای شي د هیواد په هر ګوټ کې نمایندګي خلاصه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...