جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغان زندانونو کې د شکنجې کچه راکمه شوې

ملګري ملتونه: افغان زندانونو کې د شکنجې کچه راکمه شوې

تاند(شنبه، د دلوې ۱۸) ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې له زندانیانو سره د ناوړه چلند او د دوی د شکنجې په کچه کې کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي د هغو کسانو شمېر له ۳۱.۹ سلنې ۳۰ سلنې ته راټيټ شوی چې په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو په زندانونو او توقیفځایونو کې له شکنجو او ناوړه چلند شکایت کاوه.

راپور زیاتوي، د افغان پولیسو په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند کچه له ۳۱،۲ سلنې ۲۷.۵ سلنې ته راټيټه شوې ده او همدا راز د ملي امنیت په زندانونو او توقفیځایونو کې هم د ناوړه چلند او شکنجې کچه له ۱۹،۴ سلنې ۱۶ سلنې ته راښکته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په وینا، سره له دې چې لا هم په دې برخه کې ګڼې ستونزې شته دي او بشري حقونه نقض کېږي خو دوی د یادو سلنو د کمېدو هرکلی کوي.

ملګري ملتونه دغه راز وایي دوی له امنیتي ادارو مننه کوي چې ورځ تر بلې د بشري حقونو د رعایت او ساتنې په برخه کې همکاري ډېروي، خو تر څنګ یې وايي چې د شته ستونزو له امله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري اندېښنه لري او باید په افغان زندانونو کې د ځورونې، شکنجې او ناوړه چلند کچه نوره هم راکمه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کورنیو چارو وزارت د زندانیانو د حقونو په اړه د یونما وروستي راپور ته غبرګون کې ویلي چې که چېرته پولیس د زندانیانو حقونه نقض کړي نو قانوني چلن به ورسره وشي.

له یاد وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم له یو کال راپدېخوا زندانونه او توقیف خونې په مستقله توګه فعالیت کوي خو بیا هم ټینګار کوي چې که چېرته په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلن وشي نو له مجرمو پولیسو سره به د قانون په رڼا کې برخورد وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب