جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ګواښ؛ که بهرنیان ونه وځي ستره جګړه به رامنځ ته...

د طالبانو ګواښ؛ که بهرنیان ونه وځي ستره جګړه به رامنځ ته شي

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) وسلوالو طالبانو ګواښ کړی، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي نو دوی به یې پر وړاندې جګړې پیل کړي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په مې میاشت کې ونه وځي نو د امريکا پر وړاندې به جګړه له سره پیل کړي. په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس يوې ډلې د ځواکونو د اخراج د ځنډولو سپارښتنه کړې ده.

د وسلوالو طالبانو په دې تازه خبرپاڼه کې ویل شوي، که چيرته د دوحې تړون لغوه شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب شي چې مسووليت به يې د امریکا پر غاړه وي.

طالبانو دغه څرګندونې د دوو ګوندونو د کارپوهانو د هغه راپور په ځواب کې کړې، چې په هغه کې سپارښتنه شوې وه چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع تعويق ته واچول شي.

امريکا د تير کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې پکې ویل شوي وو ، په افغانستان کې ميشت د ناټو ټول ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې په تدريجي ډول له دې هيواده وځي.

د یاد تړون له مخې طالبانو هم ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالی به کموي او افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکرات پيلوي خو د دې خلاف یې جګړو او تاوتریخوالي ته زور ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د سولې دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات هم د تېرې جنوري میاشت دوحه کې پیل شوی خو د حکومت مرکچي پلاوی وایي چې طالبان دې خبرو ته نه حاضریږي.

د دې سربېره د طالبانو مرکچي پلاویو هم د نورو هیوادونو په سفرونو پیل کړی او تازه یې د ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته په سفر بوخت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب