یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهد اسلامي علماوو نړیواله ټولنه: د بې ګناه انسانانو وینه تویول د...

د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه: د بې ګناه انسانانو وینه تویول د اسلامي قانون سره تضاد کې دي

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې غړیو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او د اسلامي نړۍ پر ټولو متفکرینو او دیني عالمانو یې غږ کړی چې د الله د سپیڅلي کتاب او د نبوي احادیثو په رڼا کې په افغانستان کې د روانې جګړې او وینو تویولو غندنه وکړي.

دغې ټولنې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټول نړیوال دې په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو او دې هېواد کې د دایمي اوربند رامنځ ته کولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې دغه راز په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونه او د عامو خلکو وژل کېدل په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې په ملکي ‌وګړو بریدونه او د بې ګناه انسانانو وینه تویول د ټولو مذهبونو او نړیوالو قوانیونو سره په تضاد کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن هم په کابل او ننګرهار سربېره یو شمیر نورو ولایتونو کې هم چاودنې او د هدفي وژنو پېښې رامنځ ته شوي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

1 COMMENT

  1. د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې غړیي به د قرآن او حدیث په رڼا کې خپلې فتوا صادروي او په افغانستان کې به جنګ ، وژل او وینې تویول ناروا ګڼې ، چې حق خبره یې کړېده.
    خو زمونږ ټالبي پنجابي اردلیان یې کله مني ؟ دوی د ملا ډیزل له فتوا کله تېریږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب