یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورسینماسنجيدت مرګوني ناروغۍ سرطان ته ماتې ورکړه

سنجيدت مرګوني ناروغۍ سرطان ته ماتې ورکړه

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸ ) هندي رسنۍ وايي، د باليووډ فلمونو د ډېر عمر لرونکی مشهور اداکار سنجيدت څه موده کېږي په مرګوني ناروغۍ سرطان اخته شوی دی.

خو اوس تازه راپورونه وايي چې هغه دې ناروغۍ ته ماتې ورکړې او وروستۍ پایلې یې ښيي چې د ناروغۍ نښې ترې ورکې شوي دي.

د باليووډ فلمونو پروډیوسر راهول میترا په دې اړه رسنيو ته ويلي چې د سنجيدت د وروستيو طبي راپورونو له مخې ، اوس مهال د هغه په ​​بدن کې د سرطان کوم میکروب نشته ، پدې معنی چې هغه اوس د سرطان څخه خلاص دی.

د کوکلابين روغتون ډاکټرانو ويلي، سنجيدت لکه ډبره کلک دی او د سرطان په څېر سختې ناروغۍ ته یې ماتې ورکړې ده.

د راپورونو له مخې سنجیدت د سږو په سرطان اخته وو چې خپله درملنه یې د هند ممبۍ ښار په کوکلا بین روغتون کې پیل کړې ده او له درملنې وروسته اوس یې روغتیا ښه ده.

د یادونې وړ ده چې سنجیدت څه موده وړاندې د افغان ماشومانو پر ژوند هم یو فلم جوړ کړې وو او د ډېرو خلکو خوښ شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب