شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهد غاښونو د پاکولو لپاره اتومات برش ( برس) جوړ شو

د غاښونو د پاکولو لپاره اتومات برش ( برس) جوړ شو

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د ځينو کسانو په غاښونو پاکولو کې د ډېر وخت لګېدو ستونزې طبي پوهان دې ته اړ کړل چې د نوې ټکنالوجي له پرمختګ څخه په استفاده د غاښونو اتومات برسونه جوړ کړي.

طبي پوهانو د غاښونو داسې اتومات برسونه جوړ کړي چې کولای شي په اتوماټ ډول مو لس ثانیو کې  غاښونه پاک کړي.

طبي پوهانو له اوږدې او هر اړخيزې څېړنې وروسته د Amabrush   په نامه د غاښونو داسې برسونه (برشونه ) جوړ کړي چې د ويبرېشن له لارې غاښونه پاکوي او يو کوچنی ماشين پکې نصب شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نوي جوړ شوي برسونه د باندې خواته يو کوچنی کوتی لري چې له کريمو یې ډکولی شئ، او د برش نري تارونه ۹۹اشاريه ۹۹ فيصده باکټريا وژونکي دي.

د برش تارونه هره ورځ دوه ځلې کارولو سره ۶ مياشتې وروسته له کاره لوېږي او باید بدل شي او نور هم ورنصب کولای شئ او هم يې کوچني کوتي ته نور کريم ور اچولی شئ.

 دا برش له برېښنا څخه چارج کېږی او په يو ځل چارجولو ۲۸ ځلې غاْښونه صفا کوي چې له غاښونو پاکولو وروسته برش له دې الکټرونيکي کوچني ماشين څخه لرې کولای هم شئ.

 د برش بيه ۹۰ امريکايي ډالر ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب