ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ
د ۱۷۴۶م کال د سپټمبر په ۲۸ نیټــه په لندن کېWiliam jones ویلیام جونز وزېږېد، پلار یې د ډېرو ځمکو خاوند او شتمن سړی وو، د خپل وخت د تکړه ریاضي پوه تر څنګ د انګلیسې ژبې د شاهي انجمن رسمي غړی و او مور یې د لندن په ښوونځیو او پوهنتون کې د ریاضي او مثلثاتو استاده وه.
ویلیم په اته ویشتو ژبو بشپړ تسلط لره، په درې کلنۍ کې یې خپل پلار له لاسه ورکړ خو د خورا ذکاوت له امله یې په څلور کلنۍ کې لیک- لوست کولای شو او په همدې عمر کې به یې د شکسپیر ځیني ترانې لوستلې، د ژبپوهنیزو او حقوقي مطالعاتو تر څنګ د شعر و شاعرۍ سره یې هم ځانګړې علاقه لرله او یوڅه شعرونه یې ویلي دي.
نوموړي لومړی عبري ژبه زده کړه کله چې د اکسفورد پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې محصل شو نو د خپلو زده کړو تر څنګ یې فارسي، ایټالیايي، هسپانیايي،او پرتګالي ژبې هم زده کړې په یوویشت کلنۍ کې یې جرمني او وروسته له هغه یې د سلطنتي کتابتون د کتابونو په ملتیا چینایي ژبه هم زده کړه په بهرنیو ژبو کې د نورو په پرتله په فرانسوي ژبه کې تکړه و، د دې خبرې سند د فرانسې د ولسمشر وینا ده نوموړي ویلي و چې جونز هغه څوک دی چې تر ما هم زما د هېواد او ملت په ژبه ښه پوهېږي .
اته ویشت کلنۍ کې قاضي شو او خپل حقوقي تالیفات او قضاوت یې پیل کړ د شوالیه مقام له ترلاسه کولو وروسته یې په ۱۱۹۷م کې هند ته لاړ او په ۱۱۹۸\۱۷۸۴ کې يې په کلکلته کې د بنګال اسیایي ټولنې په نوم یو انجمن جوړ کړ او هلته به یې د هنر او ادبیاتو په برخه کې څېړنې کولې. په دیرش کلنۍ کې یې د سانسګریت ژبه زده کړه او په همدې وخت کې د سانسګریت لاتیني او یوناني ژبو په پرتله کولو پیل وکړ چې دا کار یې د تاریخي ژبپوهنې د رامنځته کېدو لامل شو نوموړی کله چې په کلکلته کې اوسېده د خپلو ورځنیو کارونو د مهال ویش په اړه داسې وايي :
زه د لمر خاته نه مخکې پاڅېدلم او تر حکومتې قلعې پورې درې میله پیاده تللم، هلته به په یوه کجاوه کې کښیناستم، په سړو اوبو به مې حمام وکړ،پ اکې جامې به مې واغوستې، سهارنۍ به مې خوړله او د سهار اووه بجې به د سانسګریت ژبې له استاد سره د دې ژبې په زده کړې بوخت شوم، یوه ورځ وروسته به یې ما د عربي او فارسي له استادانو څخه زده کړه کوله او د ورځې په پای کې به بېرته خپل استوګنځي ته راستون شوم.
دا نامتو ژبپوه او ادیب په ۱۷۹۴\۱۲۰۸م کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
آثار:
جونز په ۱۷۶۸م کې د دنمارک د اووم پاچا کریستیان په وړاندیز په فرانسوي ژبه د ( دره نادري) کتاب ژباړه ومنله او دا ژباړه يې په ۱۷۷۰ م کې د شرقي شعر د رسالې سره سمه په همدې کال خپره کړه دا رساله په حقیقت کې هغه رساله وه چې د جونز پام یې اسیايي شعرونو و شاعرۍ ته واړوه او ژباړه یې دومره مشهوره شوه چې د دنمارک پاچا ورته د کوپنهاګن د سلطنتي انجمن رسمي غړیتوب ورکړ.
د(فارسي ژبې ګرامر) په نامه اثر یې په ۱۷۷۱م کال د لومړي ځل له پاره په لندن کې خپور شو دې اثر یې ډېر لوستونکي لرل نو ځکه څو څو وارې د چاپ په ګاڼه سمبال شو په ۱۸۸۵ کال د (حافظ د ځينو غزلونو اروپایي ژباړه )او د (زند و اوستا په نوم یې يوه لنډه مقاله) خپره شوه.
جونز کله چې د انکتیل دویدون کتاب په فرانسوي ژبه وژباړه نو د همغه وخت د فرانسې یو تن ژباړن له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغې خو وروسته یې بیا خپله غلطي احساس کړه او بښنه یې ترې وغوښته د همدې پیښې څخه یو کال وروسته یې د (اسیایي شعرونو ژباړې) په نوم يوه ټولګه خپره کړه په دې ټولګه کې ځیني شعرونه په اروپایي ژبه ژباړل شوي دي .
په ۱۱۸۸\۱۷۷۴ م یې یو بل اثر (د اسیایي شعرونو د تفسیر په اړه شپږ رسالې ) په نوم خپور شو چې په دغه رساله کې یې د چیني، حبشي،ترکي، عربي او فارسي ژبې د ځينو شعرونو تفسیر شوې بڼه ده .جونز باوري وو چې د عربي ژبې اوزان د لاتیني و یوناني ژبې سره ورته دي د همدې له امله ده کوم شعرونه چې یې ژباړلي د لاتیني او یوناني اوزانو په اساس دي نه عربي، د بیلګې په توګه: د فردوسي د شاهنامې یو بند یې د انه اید وېرژل رومي شاعر په سبک،د حافظ یو غزل یې د هوراس او دوه نور غزلونه یې د انکریون او تئوکریتوس یوناني شاعرانو د سبک په بڼه ژباړلي دي. د ویلیام دا ژباړې چې د اسلامي دورې د لومړنیو اثارو ژباړه وه نو ځکه یې په اروپا کې ځانګړی ارزښت لره.
جونز د خپل ژوند یوه برخه په هند کې تېره کړې هندوانو سره یې نیک سلوک او حسنه رفتار لرل هغه یو کنجکاو او خواریکښ سړی ووهر چېرته چې به تللو نو د هغه ځای خلکو په ګرامر، فرهنګ، عنعنات او رسم و رواجونو په اړه به یې ځان پوهاوه همدا لامل دې چې د جونز په اثارو کې ځيني داسې رسالې او مقالې هم شته چې د هندوانو حقوقي احکامو په اړه لیکل شوي دي د اسلامي فقه په نوم هم یو اثر لري .
نظریه
ویلیم په ۱۷۸۶م کال د اشیا سوسایټي په یو خبري کنفرانس کې ګډون کوونکو ته د یو لکچر په ترڅ کې وویل چې سانسګریت ،لاتیني او یوناني ژبې سره ورته دي او دا ورته والی ددې ژبو تر څنګ په فارسي او اوستايي ژبو کې هم لیدل کېږي دا ورته والی د همدې ژبو په غږونو، نحوي جوړښتونو او لغتونو کې ښکاري دا هغه څه دي چې مونږ ورته د یوتصادف نوم نه شو ورکولای که زما پر ځای بل څوک هم ددې ژبو په اړه څېړنې وکړي نو دا به هم هغه پایلې ته ورسېږي کومې ته چې زه رسېدلی یم زه بیا تکراروم چې دا ژبې هم ریښه ژبې دي او د یوې مورنۍ ژبې څخه زېږېدلي دي .
وروسته له جونز نه په نولسمه پېړۍ کې ډېرو ژبپوهانو په ځانګړې بڼه د ویلیام زده کوونکو دې نظریې ته پراختیا ورکړه او زیادتره آثار یې د خپل استاد د ادعا د ثابتولو او تاییدۍ لپاره ولیکل د دې پوهانو له ډلې څخه یو هم الماني شلګل دی.
شلګل په ۱۸۰۸م کې د هندیانو د ژبې او فلسفې په نوم یو اثر ولیکه او په هغه کې یې د سانسګریت، یوناني او لاتیني ژبې د ورته والي په اړه ګڼ توضیحات ورکړل او ددې ژبو هم ریښه توب یې تایید کړ ورپسې فرانسس بوپ په ۱۸۱۶م کې د لومړي ځل له پاره ددې ژبو د کلماتو د تصریفي ګردان په اړه يو بشپړ اثرولیکه ددې ژبو صرف و نحوه یې سره پرتله کړل وروسته له دې د نولسمې پېړۍ په اخرنۍ لسیزه کې د ګرامون په نامه فرانسوي عالم د هندو آروپايي ژبو د غږیز ورته والي په اړه څېړنې وکړې او په ۱۸۹۵م کې یې د یوې رسالې د خپرولو په ترڅ کې وویل : مونږ دا منو چې دا ژبې سره ورته ژبې دي خو مونږ نه شو کولای د ژبنیو کورنیو موندلو له پاره یوازې د ژبو په تاریخي څېړنو اتکا وکړو بلکې ژبه په ټولنه کې رامنځته کېږي باید د ژبې سره سره د همغه خلکو او هېواد تاریخي سیر هم باید وڅېړل شي .ویل کېږي چې ګرامون په نولسمه پېړۍ کې لومړنی کس دی چې د تطبیقي ژبپوهنې په اساس یې خپلې لیکنې خپرې کړې او د تطبیقي ژبپوهنې په اړه یې یو بشپړ اثر هم لیکلی .
په نولسمه پېړۍ کې چې زیادتره څېړنې د تاریخي ژبپوهنې په اساس شوي دي په همدې پېړۍ کې پوهانو دا ثابته کړه چې ژبه د تحول او بدلون په حال کې ده لکه څرنګه چې یو ملت بدلون کوي او د وخت په تېرېدو سره د هغو کارنامې په تاریخ بدلېږي په همدې بڼه ژبې هم تاریخ لري کوچنۍ وي، ځوانېږي، زړېږي ځيني پرمختګ کوي او ځيني له منځه ځي.په همدې پېړۍ کې وه چې ژبه د تاریخ تکامل او پرمختګونو په اساس تر څېړنې ونیول شوه نو ځکه ددې پېړۍ ټولې څېړنې د تاریخي انقلاب په نامه يادېږي چې پلار او بنسټګر یې ویلیام جونز دی همدارنګه ددې پېړۍ څېړنې د مړو ژبو د مدارکو او موندل شویو اسنادو،مکتوبونه او نورو بېلابېل له منځه تللیو آثارو په بنسټ مخ ته تللي دي ژبپوهانو په فرضیاتو باندې اتکا کوله او د ژبې تطبیقي برخې ته یې ځانګړې پاملرنه نه کوله .
په کلي ډول په نولسمه پېړۍ کې ژبنۍ څېړنې په دریو پړاوونه وېشلای شو:
۱: ددې پېړۍ په اوایلو کې د ژبو تاریخي مطالعه پېل شوه او د ژبو ډلبندۍ او خپلوۍ اړیکو موندلو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
۲: د دې پېړۍ په نیمایي کې محقیقینو یوازې د هندو اروپایي ژبو جوړښت ته پاملرنه وکړه .
۳: د همدې پېړۍ په اواخرو کې پوهانو موندل چې د ژبو غږیز جوړښت منظم قوانین لري خو دغه قوانین تر یوې ځانګړې مودې پورې په منظمه بڼه عمل کوي او وروسته وروسته بدلون کوي او ثابت نه پاتې کېږي وروسته له همدې وه چې پوهانو د ژبې سره د هرې نږدې پدیدو څېړنو ته واوښته د ژبې او فکر په اړه هم څېړنې پیل شوې .
اخځلیکونه
۱:ابوالقاسم، رادفر،(۱۳۸۱) سرویلیام جونز پدر پژوهش های ایرانی،تهران:پایگاه مجلات تخصصی نور.
۲:کریستال، ډېوېډ،(۱۳۸۵)،انقلاب زباني، مترجم:شهرام نقش تبریزی،تهران: انتشارات ققنوس.
۳:جونز، سرویلیام، دانشنامه آزاد پارسی، تهران: ویکیجو سایټ.