شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهروغتیايي خدمات؛ عام خلک له ستونزو سر ټکوي

روغتیايي خدمات؛ عام خلک له ستونزو سر ټکوي

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی یې محدود دی او دوی نشي کولای په اسانه د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

دوی اندېښنه ښيي چې لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي پر محدويت سربېره، په روغتونونو کې د ډاکټرانو ناوړه چلند او د دوی بې کفایتۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی زياتوي، د رغتونونو یا کلینیکونو نشتون او په ولایتي یا مرکزي روغتونونو کې بیا د ډاکټرانو ناوړه چلند د دې لامل شوی چې ډېری ناروغان د درملنې په موخه نورو ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي او يا هم يو شمېر نور کسان چې مالي امکانات نه لري، تخصصي روغتيايي خدمتونو د نه لاسرسي، د ډاکټرانو بې پروايۍ او شديدې ناروغۍ له کبله ومري.

عامې روغتيا وزارت که څه هم په کور دننه روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د محدوديت ستونزه مني، خو زياتوي چې د ډاکټرانو ناوړه چلند په اړه به د شواهدو په پیدا کېدو ورسره قانوني چلند وکړي.

خلک له دې کبله هم شکايت کوي چې په ډېری درملتونونو کې نامسلکي کسان ناست وي او د ناروغۍ له تشخيص پرته پر خلکو زيات درمل پلوري.

د کابل اوسېدونکی رومل جعفري په دې اړه له تاند سره په خبرو کې وايي: «څو ورځې مې سخته سر دردي درلوده ورسره مې زړه هم بد بد کېده، هغه دوا چې د ډاکټر له لوري راکړل شوې وه منظمه مې خوړله خو لا د بدترۍ حالت ته روان وم. بل ډاکټر ته لاړم. دوا یې چې ولېده په حېرانۍ یې راته وويل، دا دوا خو غلطه ده. د سر درد نه ده، د ملا درد انټېبیوټیک  دي.»

 لعل جان حضرتي چې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د دويم کال محصل دی تاند سره خبرو کې وایي، دوه کاله یې له ناڅرګند راتلونکي سره زده‌کړې کړي او لا به هم دوام ورکوي.

نوموړی وايي: «په کلونو له ستونزو سره درس ووایې او ناڅرګند راتلونکی دې په انتظار وي. حقیقت کې درملتون د فارميسېسټ حق دی، نه د هغه چا چې یوازې لیک او لوست کولی شي.»

حضرتي دغه راز زیاتوي، د درملتونو جوړولو لپاره کوم معيار نه دی ټاکل شوی او په خبره يې هر څوک له ستونزې پرته د درملتون جواز اخيستی شي.

عامې روغتیا وزارت هم په درملتونونو کې د نامسلکي کسانو موجوديت تائیدوي، خو وایي چې د يادې ستونزې حل او مخنيوي لپاره واضيح تګ‌لاره نه ده رامنځته شوې.

بل پلو، له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان د بې کيفيته او ناقانونه درملو را وړل هم عامو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ شوی دی.

عبدالهادي چې د بار وړونکي ټېلر موټر چلوونکی دی تاند ته وايي، له تورخم د پاکستاني درملو يو کارتن پر سر له کميشنکارانو پوره ۱۰زره کلدارې اخلي او دوی يې د موټر په سيټونو کې ورته راتېروي.

هغه وايي: «تورخم کې اخوا خلک راشي د یو کارتن په سر ۱۰زره کلدارې راکوي. موږ هم غریب خلک یوو او دا پیسې راته ډېرې ښکاري. را ته وايي چې دا دوا قانوني ده او که اخوا پولیسو درته څه ویل نو موږ مو ترې خلاصوو.

د عامې روغتیا وزارت بيا وايي چې دې ډول درملو ته په هېڅ راز اجازه نه ورکوي او له سرغړوونکو سره به یې قانوني چلند وکړي.

د عامې روغتيا وزارت وياند اکمل سمسور په دې اړه وايي: «د روغتیا وزارت له لوري د بررسۍ ټيمونه په پټ او ښکاره ډول فعال دي او هره ورځ د مختلفو روغتونونو او درملتونونو څېړنه کوي څو غیرې قانوني او یا تاریخ تېر درمل ونه پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې  د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال ټول هېواد کې شاوخوا ۳۴۰۰ روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه کې شته دي چې په دې سره د خلکو ستونزې د پخوا په پرتله کمې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب