پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونه‌په ننګرهار کی دماین له چاودنې د يوې ناوې او زوم ژوند...

‌په ننګرهار کی دماین له چاودنې د يوې ناوې او زوم ژوند وژغورل شو

تاند (شنبه، د دلوې ۱۸) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نا معلومه کسانو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زوم او ناوې موټر پسې مقناطیسي ماین نښلولی.

د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي دغه نښلول شوی چسپکي ماين د ملي امنيت ځواکونو له لورې کشف او د پوليسو له لورې خنثی شو.

نوموړی وایي د دې پېښې عاملین معلوم نه دي خو زیاتوي پولیسو یې د موندلو هڅې پيل کړي.

نوموړی وایي دغه راز د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند شهيدانو مېنه کې درې کړۍ خودساخته ماينونه کشف او خنثى کړي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنو زور اخیستی او عام خلک سخت اندېښمن کړې دي.

دوی وایي روان حالت یې ځکه ځوروي چې نه په خوښۍ او نه په خپګان پوهېږي او هرځای عام ولس د مقناطیسي ماین ښکار وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب