چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+یوه فرانسوي شرکت مصنوعي زړه جوړ کړی

یوه فرانسوي شرکت مصنوعي زړه جوړ کړی

تاند (شنبه، د دلوې ۱۸) یوه فرانسوي شرکت ویلي چې د مصنوعي زړه رامنځته کولو تجربه يې بریالۍ ده.

د فرانسوي کارماټ په نوم دغه شرکت له ډیرو تجربو وروسته مصنوعي زړه رامنځته کړی او ویل کېږي چې په همدې کال به بازار کې هم وپلورل شي.

د معلوماتو له مخې د ایسن مصنوعي زړه ۹۰۰ سوه ګرامه وزن لري او په بیټریو سره به د اوږد مهال لپاره کار کوي.

راپورونه زياتوي چې یاد شرکت د فرانسې په ګډون په يو شمېر هیوادونو کې د زړه ناروغۍ باندې کار کوي او  وايي چې هرکال  په لکونو خلک د زړه ناروغي له امله مري.

د ياد شرکت مسوولينو ويلي، هغه ناروغان چې د زړه د ناروغۍ څخه مري دا نوي جوړ شوي مصنوعي زړونه به ورته یو څه ګټور وي او دغه ستونزه به یو څه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب