Home+د هوايي ټکسیانو لپاره لومړنی هوايي ډګر

د هوايي ټکسیانو لپاره لومړنی هوايي ډګر

تاند- د جنوبي کوریا هایوندای کمپنۍ وايي، د هوايي ټکسیانو لپاره په نړۍ کې په لومړي ځل برښنايي هوايي ډګر په بریتانیا کې جوړوي.

دا به د نړۍ تر ټولو کوچی هوايي ډګر وي او هوايي ټکسیان، بې پېلوټه الوتکې (ډرون) او دې ته ورته نور الوتونکي موټرونه به ورڅخه کار اخلي.

دا هوايي ډګر د بریتانیا د حکومت په مرسته جوړېږي او هایونډای کمپنۍ هیله لري چې دا هوايي ډګر د ۲۰۲۱ تر پای ته رسېدو مخکې بشپړ او استفادې ته چمتو کړي.

خو تر ۲۰۲۴ پورې به له دې هوايي ډګره یوازې د ازمېښتي یا تجربوي الوتنو لپاره کار اخیستل کېږي.

Play

اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۸ پورې به دا ډول ټکسیان یا الوتونکي موټر په بریتانیا کې عام وي.

بریتانیا غواړي چې په هوايي ټکسیانو له یوې خوا د ترانسپورت په برخه کې اسانتیاوې زیاتې او چټکې کړي او له بلې خوا د هوا د ککړتیا کمه کړي ځکه چې دا ټکسیان د تېلو پر ځای په برښنا چلېږي.

د هوايي ټکسي د ناستي د ځای ثُطر به ۴۰ متره وي چې دا تر د عادي هیلي کوپترونو د ناستې تر ځای ۲۰ متره لږ دی. د معمولي څرخکې لپاره د ۶۰ متره قطر دایره پکار ده.

په دې پروژې به یو ملیارد او ۶۴ ملیون ډالره ولګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...