جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ناردرن واريرز هم د ټې ټېن لیګ پای لوبې ته لار ومونده

ناردرن واريرز هم د ټې ټېن لیګ پای لوبې ته لار ومونده

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریزو سیالیو کې تېره شپه د ټيم ابوظهبي او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې واريرز پچه وګټله او ټيم ابوظهبي ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١١٤ منډې وکړې.

د دوی لپاره پال سټرلينګ ٤٨، کلارک ١٦ او جېمي اويرټون ١٥ منډې وکړې.

د ناردرن واريرز له لوري فابين الين غوره توپ اچونه وکړه او د مقابلې لوبډلې ٤ لوبغاړي یې وسوځول.

ناردرن لوبډلې ۱۱۵ هدف د وروستي اور په ۴ ام بال پوره او د ۳ لوبغاړو په سوځېدو یې لوبه په خپل نوم کړه او پای لوبې ته یې لاره پيدا کړه.

د واریرز لپاره  رومان پاويل ٤٩ او سيمونس ٤٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو ده چې، له دې وړاندې د رحمن الله ګوربز اړوند ډيلي بولز لوبډلې لاره پېدا کړې ده.

پاي لوبه به نن د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

داغه راز  نن به د درېيم مقام لپاره هم د  ټيم ابوظهبي او قلندرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...