تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د افغان حکومت د مذاکراتٍ پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د بهیر پر چټکتیا ټينګار کړی.
ستانکزی وایي، د سولې بهیر باید چټک شي خو ټینګار کوي چې په دغه بهیرکې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه کړي.
نوموړی وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر کې باید ملي بنسټونه هم پیاوړي شي.
نوموړي زیاتوي اوس اړتیا ده چې قطر کې مذاکره کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.
د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مشر معصوم ستانکزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، دمګړۍ د طالبانو پلاوی په سفرونو بوخت دی.
تازه د ملابرادر په مشر یو طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.
له دې وړاندې یاد پلاوي ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی بیا مسکو ته په سفر تللي وو.
د سولې په خبرو کې پر ځنډ او د طالبانو پر سفرونو عام افغانان او د ملي پخلاینې شورا هم نیوکه لري.
عام افغانان له طالبانو غواړي چې د سفرونو پرځای د سولې خبرونو ته لومړیتوب ورکړي او تر هرڅه ژر روانه جګړه ودروي خو طالبان بیا د جګړې له بندېدو سره مخالفت کوي او د حکومت پر بدلون ټینګار کوي.