پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+پښتو متون سمېدل غواړي

پښتو متون سمېدل غواړي

استاد معصوم هوتک

د دولت لواڼي دېوان:

دولت لواڼی د روښاني خوځښت پیاوړی مبلغ او دېوان لرونکی شاعر دئ. د ده دېوان واردواره د کابل د پښتو ټولني د ادب او فولکلور د لوی مدیریت له خوا د عزیزالله او محمدعارف غروال په اهتمام په ۱۳۵۳ش کال د یو زر ټوکو په تېراژ چاپ سوی دئ. د کتاب قطع لویه ده. د دېوان په سر کي د پښتو ټولني د هغه وخت د رئیس ارواښاد محمدصدیق روهي په قلم یو مخ سریزه لري او په هغې کي ویل سوي چي دا دېوان ئې د بایزید روښان د وفات د څلور سوم تلین د بین المللي سیمینار په مناسبت له نورو کتابو سره یو ځای چاپ کړی دئ. تر دغي سریزي وروسته د پښتو ټولني د ادب او فولکلور څانگي لوی مدیر څېړنمل دوکتورسیدال شاه پولاد په درو مخونو کي پر روښاني خوځښت، د دولت لواڼي پر شاعرۍ او د دغه دېوان د ترتیب په باب لنډي خبري کړي دي. تر دغو لیکنو وروسته د ارواښاد پوهاند عبدالشکور رشادپه قلم یوه درنه تحقیقي لیکنه (۳۴مخه) راغلې ده او علامه رشاد مرحوم د دولت لواڼي پر ژوند، عقایدو، د هغه پر دېوان او د هغه د شاعرۍ پر عروضي اړخ باندي ژوري علمي او ابتکاري خبري کړي دي چي د چاپي دېوان ارزښت ئې ډېر ورلوړ کړی دئ. تر دغي عالمانه لیکني وروسته د دیوان مهتمم محمدعارف غروال په یوه مخ کي د دېوان د ترتیبولو پر چارو باندي په لنډ ډول ږغېدلی دئ.

تر دغو لیکنو وروسته د دېوان متن شروع سوی دئ چي ۲۶۱مخه ئې نیولي دي. تر متن وروسته “مننه او کوروداني” (یومخ)، بیا “د چاپي تېروتنو سمون لیک” (اووه مخه) او ورپسې “لغات نامه” (۱۰مخه) راغلې ده. په لغات نامه کي لغتونه د الفبې پر ترتیب باندي اوډل سوي او معناسوي دي. په لغاتنامه کې یو شمېر لغتونه بې معنا پاته سوي دي. د دېوان په سر کي د بایزید روښان خیالی تصویر هم چاپ سوی دئ.

دا دېوان له دوو خطي نسخو څخه برابر سوی دئ چي وایي یوه ئې “ډېر کلونه د پښتو ټولني په کتابخانه کي خوندي وه، بیا یې د مطبوعاتو په کتابخانه او وروسته یې د عامه کتابخانې په قلمي څانگه پوري اړه درلوده”. (د پوهاند رشاد د لیکني دیارلسم مخ). دا نسخه د لیکلو نېټه او د لیکونکي نوم نه لري خو د اشعارو په نسبت تر دوهمي نسخې ډېره بشپړه ده([1]). دوهمه قلمي نسخه په غزني کي د البیروني په کتابخانه کي ساتل سوې وه. دغه نسخه د میا محمدي جیو ” قدس سره” په پرمایښت د پېښوری گل محمد په کتابت په ۱۱۷۴هق کال لیکلې ده (وگ: د سریزي “د” مخ). په چاپي متن کي د اطلاعات و کلتور قلمي نسخه د اصل په توگه ټاکل سوې ده او له دې نسخې څخه د رانقلولو کار ئې محمداسمعیل سړبن سر ته رسولی دئ. دغه نقل د غزني د البیروني کتابخانې له خطي نسخې سره محمدعارف غروال او عزیزالله مقابله کړی دئ اواختلافي ځایونه ئې په حاشیوکي راوړي دي([2]).

د دولت لواڼي د دېوان د خطي نسخو په اړه زه مجبور یم چي د خپلي اوسنۍ څېړني د استقامت پر خلاف یو څو خبري وکړم او هغه دا چي د دغه چاپي متن په درو سرو مقدماتي لیکنو کي د دولت لواڼي د دېوان پر دغو دوو خطي نسخو برسېره په خارج کي د درو نورو قلمي نسخو یادونه سوې ده چي وایي یوه ئې په بریټیش موزیم کي او دوې نوري ئې د هند د رامپور په رضا لایبریري کي خوندي دي. د بریټیش موزیم د نسخې یادونه په دوو لیکنو کي بې حوالې خو په یوه لیکنه کي د پښتانه شعراء لومړي ټوک ۹۱مخ په حواله سوې ده. په موزیم کي ئې د دغي نسخې د قید نمبر (۴۲۲۸) او د نسخې د استنساخ کال ئې (۱۱۰۱هـ ق) ښوولی دئ. زما د مطالعې له مخي د پښتانه شعراء لومړي مؤلف دغه خبره د “د هند د زړو آثارو د مجلې، ج ۱۱، ص ۵۶۷” په حواله کښلې ده. ما (هوتک) ته پخوا لا دومره قدرمعلومه وه چي په بریټیش موزیم کي د دولت لواڼي د دېوان نسخه نسته. کله چي په چاپي دېوان کي مي دغه درې لیکني ولوستلې نو مي هڅه وکړه چي دا خبره لږ څه سپینه کړم. تر څېړني وروسته راته څرگنده سوه چي په بریټیش موزیم کي د روښاني خوځښت د یوه بل پښتانه شاعر ملا ارزاني دېوان په همدغه یاد سوي نمبر (۴۲۲۸) قید وو. د ملا ارزاني د دېوان دغه نسخه په (۱۱۰۱هـ ق) کال استنساخ سوې ده([3]). له دغي نسخې څخه ارواښاد بېنوا یو نقل (کاپي) تر لاسه کړى وو او ښاغلي زلمي هیوادمل له دغي کاپۍ څخه  د دېوان متن ترتیب کړی دئ. د هیوادمل صاحب له دغه نقل څخه ډاکټر پرویز مهجور خویشکي د ارزاني خویشکي په کلیات کي استفاده کړې ده([4]).

د بلومهارټ (James Fuller Blumhardt) د فهرست انگرېزي متن همدا اوس (۲۰ جولای ۲۰۱۱ع) زما سره نسته خو له لندنه مي راغوښتی دئ. دغه فهرست د ډاکټر میکنزي (D.N.MacKenzie) له خوا د (Catalogue of Pashto manuscripts in the libraries of the British Isles) په نامه په ۱۹۶۵ع کال کي له ځینو اضافاتو سره بیا خپور سوی دئ. په دغه چاپ کي د ارزاني شاعر د دغه خطي دېوان د قید نمبر (B.M.Or.4496) او د فهرست په ۵۹مخ کي پنځه شپېتم کتاب دئ. زما په خیال دغه تېروتنه واردواره د هند د زړو آثارو په مجله کي پېښه سوې ده او بیا ئې نورو افغاني لیکنو ته هم لار موندلې ده.

بیرته راگرځم اصلي موضوع ته. د دولت دېوان دغه چاپي متن د متن څېړني پر اصولو برابر تهیه سوی دئ خو زما په خیال د متني ناقد له نظره د ‏”خو” ځایونه پکښې سته.

په حاشیو کي د البیروني کتابخانې د نسخې ثبتونه په تفصیل سره راغلي دي. ما چي ځغلند نظر پر وکړ، راته معلومه سوه چي په زیاترو ځایو کي د البیرونې کتابخانې د نسخې ثبت د متن تر ثبت غوره دئ او باید د حاشیې ثبت متن ته ورلوړ سوی وای. زه ټولي حاشیې دلته نه سم راوړلای او یوازي په دې څو مثاله  اکتفاکوم.

– د اول مخ اوله حاشیه “(صفت) بکښم” د متن تر ثبت “صفت به کوم” د روښاني عصر پښتو ته نزدې دئ او باید متن ته داخل سوی وای. د همدې مخ دوهمه حاشیه “پښو” د متن تر ثبت “پښې” گرامري سموالی لري، بایدمتن ته لوړ سوی وای.

دغه راز پنځمه حاشیه “شمس قمر یې باندی بل کړه مشعلونه” د متن تر ثبت صحیح ده. په متن کي”شمس قمر باندې …” ثبت دئ چي هم ئې یوه څپه کمه ده اوهم د (یې) ضمیرځني لوېدلی دئ.

– د دوهم مخ په اوله حاشیه کي “… لافي مه کانړو” شکل د متن تر ” … لافي مه کړئ” لرغونی دئ، باید په متن کي شامل سوی وای.

– د څلرم مخ په شپږمه حاشیه کي راغلی”پنډ” د متن تر “بند” غوره دئ. “پر مرداره باندې پنډ لکه ورغونه” ما ته سم ایسي. پنډېدل د (غونډېدل) په معنادئ. “پر مرداره باندې بند…” راته ناسم ښکاري.

– د پنځم مخ دریمه حاشیه “د نیکانو نصیحت به چیري نغوږی” باید متن ته پورته سوی وای ځکه د متن ثبت له دوهم نیم بیتي سره ډېر سر نه خوري.

دغه راز موارد بیخي زیات دي او زما په نظر که د البیروني کتابخانې نسخه د کلام له کمښت سره سره د اصل په توگه ټاکل سوې وای او کمبوتۍ ئې د اطلاعات و کلتور له نسخې څخه پوره سوي وای، ښه به وو. د البیروني د کتابخانې نسخه تر دا بلي نسخې څو غوره ځانگړتیاوي لري:

اول دا چي نسخه د کتابت نېټه او د کاتب نوم لري. خطاط ئې گل محمد پېښوری معلوم شخص دئ. د ده په لاس د نورو کتابو کښل سوي نسخې ډېري سته. لاس کښني ئې د نورو کاتبانو په پرتله د ډاډ وړ دي. په داسي حال کي چي د اطلاعات و کلتور نسخه نه د کتابت نېټه لري او نه ئې د کاتب نوم څرگند دئ. خو د چاپي دېوان ترتیبوونکو ته لکه چي د البیروني کتابخانې د نسخې د کتلو موقع د اطلاعات و کلتور له نسخې څخه تر نقل اخیستلو وروسته برابره سوې ده. دا نو هغه وخت وو، چي د بایزید سیمینار رانزدې کېدونکی وو او دوی د دوهم وار نقل و مقابلې له پاره لازم وخت نه درلود. د وخت د کموالي خبره محمدعارف غروال په خپلو خبرو کي کړې ده (پنځه دېرشم مخ).

د وخت د کموالي له اسیته دئ چي په متن کي پر غلطنامه سربېره نوري چاپي غلطۍ هم ناسمي پاته سوي دي. ځای ځای د حاشیو لمبرونه ځیني پاته سوي دي (۵، ۸، ۱۰، … مخونه)، توري سم نه دي لگېدلي او نوري وړې تېروتني.

د تورو ناسم لگېدلو او د متن ناسم رانقلولو یوه ډېره مهمه څېړنیزه تېروتنه پېښه کړې ده چي یادونه ئې د راتلونکو څېړنو له پاره گټه رسوي. په ۲۱مخ کي دولت لواڼی د یوه اوږده نظم په ترڅ کي د روښان پیر د لمسي او د جلال الدین غازي د زوی رشیدخان الهداد انصاري د مړیني نېټه بیانوي اووایي:

په یـــــوه آهې ارواح له تنه بیل شو

په تاریخ د عین، نون، ح، ی، سفر ؤ

دوهم نیم بیتی د الهداد د مړیني تاریخي ماده ده چي که ئې د همدغه چاپي ثبت له مخي محاسبه کړو (ع = ۷۰ + ن = ۵۰ + ح = ۸ + ی = ۱۰)، مجموعه ئې (۱۳۸) کېږي. نو هرومرو باید ووایو چي د (عین) پر ځای باید (غین) وي او دا وروستی ثبت د مطبعې حروف چین له حیا څخه! (عین) کړی دئ. خو که د (ع) پر ځای (غ)  ولیکو، نو د تاریخي مادې ارزښت به (۱۰۶۸) راووزي.  علامه رشاد د همدې چاپ د سریزي په نهم مخ کي د الهداد مړینه په (۱۰۵۸هـ ق) کي بللې ده چي د پورتني بیت تر نېټې لس کاله پخوا پېښه سوې ده. د دغه حقیقت له مخي باید د بیت دوهم نیم بیتی شاعر داسي ویلی وي:

“په تاریخ د غین، نون،ح ئې سفر ؤ”

د متن رانقلوونکي د (ئې) ضمیر د (ی) په شکل ثبت کړی دئ چي لوستونکی پر هغه باندي په تاریخي ماده کي د شامل توري گومان کوي. په خطي نسخو کي دغه ضمیر د (یِ، یه) په شکل نور مثالونه هم لري.

زه لکه چي د دولت لواڼي پر دېوان باندي د بحث په ترڅ د خپل کتاب له موضوع څخه دوه واره ووتلم او د متن څېړني بحث راڅخه پاته سو. خیر، امید دئ چي دا یادوني هم بې گټي نه وي.

له پورته بیان څخه داسي نتیجه راایستلای سو، چی د دولت لواڼي د دیوان دغه چاپي متن له ځینو کمزوریو سره سره بیا هم د انتقادي متن نوم گټلای سي.

 ([1]د دې نسخې یادونه علامه عبدالحي حبیبي د پښتانه شعراء په لومړي ټوک کي کړې ده. نسخه اوس د افغانستان په ملي آرشیف کي خوندي ده.(وگ: فهرست نسخ خطی پشتو آرشیف ملی افغانستان – ۵۲مخ).

 ([2]د صدیق دېوان (چاپ ۱۳۵۸ش) د سریزي په (ج) مخ کي راغلي دي چي د هند د جمهور رئیس مرستیال فقید ډاکټر ذاکرحسین افغانستان ته د راتگ په وخت کي (۱۳۴۵ش کال) د هند د کتابخانو د ځينو خطي نسخو میکروفیلمونه راوړي ول چي په هغو کي د دولت دېوان هم شامل وو. د دولت دغه حاضر دېوان د ذاکرحسین تر سفر اته کاله وروسته چاپ سوی دئ. زه نه پوهېږم چي په دې دیوان کي د دغه مایکروفیلم خبره ولي یاده سوې نه ده او ولي د متن په تهیه کولو کي استفاده نه ده ځني سوې؟ (م. هوتک).

 ([3](وگ: ویښ، رازمحمد، پښتو کتابونه، د بلومهارټ د فهرست پښتو ترجمه، ۱۱۷مخ چاپ ۱۳۳۷ش).

 ([4](وگ: د ارزاني خویشکي کلیات – د سریزو ۱۹مخ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب