جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وایي؛ افغانستان ویتنام نه دی چې حکومت سقوط وکړي

ولسمشرغني وایي؛ افغانستان ویتنام نه دی چې حکومت سقوط وکړي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې د طالبانو د نظامي بریا وېره رد کړې ده.

هغه ویلي چې: «افغانستان ویتنام نه دی او حکومت سقوط نه کوي».

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د زور له لارې هدف ته رسېدل ناممکن دي او د افغانستان ستونزې ته باید سیاسي حل غوره شي.

ولسمشرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ یې هم د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د لومړۍ کرښې امنیتي سرتیرو سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال ویلي وو چې د ده په ژوند کې به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

هغه زیاته کړې وه چې د موقت حکومت په اړه څرګندونې د عامه افکارو د تغییرولو په هدف کیږي خو تر هغې چې دی ژوندی وي موقت حکومت به رانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د جګړې لمن توده شوې او هره ورځ بې ګناه افغانان وژل کېږی.

که څه هم عامو افغانانو هیله لرله چې په دوحه کې به د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي او اوربند به وشي خو د راپورونو له مخې طالبانو د اوربند پرځای د موقت حکومت راتګ ټینګار کاوه، هغه څه چې افغان چارواکي او ولسونه یې د طالبانو خیال بولي.

عبدالله له طالبانو د سولې د خبرو د ژر پيل غوښتنه کړې

1 COMMENT

  1. دوکتور اشرف غنی پر دی کامل اطمنان لری چی امریکا نوموړۍ تر هغه وخته پوری پدی غلامه چوکی کښي ساتی تر څو چی امریکا خپل پلیت پلان د ستا په وجود کښی عملی کړۍ شی او بیا دی غورځوی او دوباره به امریکا کښی په غلا شوو ډالرو ارام ژوند ته مخه کوی !!!! دداسی مردودو کسانو په وسیله افغان ملت په خاص ډول د پښتنو تباهی ته دا د افغان ملت ضد مکروبونه ګمارل شویدی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب