تاند(دوشنبه، د حوت ۴) ولسمشر غني ویلي د سرتېرو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ددې اړتیا ده چې ناټو په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره په خپلو پرېکړو کې دقیقه وي.
د ولسمشر غني په وینا د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي.
نوموړي همدا راز ویلي چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په وینا یې حکومت یې د سولې ملاتړی دی او د رښتینې سولې او ثبات د راتګ لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی.
ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یو راپور کې ویلي چې له بهرنیو سلاکارانو پرته افغان هوایي ځواکونه د ګټورو عملیاتو ترسره کولو وړتیا نه لري.
د امریکا د نظامي عملیاتو د څارنې تازه موندنې ښیي چې که چېرته امریکایي سلاکاران د دوحې هوکړې مطابق له افغانستان څخه ووځي نو افغان هوایي ځواکونه به د جګړې په ډګر کې له طالبانو سره د پلي ځواکونو اړین ملاتړ ونه شي کولی.
راپور کې راغلي چې افغانستان کې د بهرنیو سلاکارانو کمښت د مشورې او روزنې ماموریت په بشپړ ډول فلج کړی دی.
د راپور له مخې اوسمهال د افغان ځواکونو د الوتکو د مراقبت او ساتنې مسوولیت د امریکایي سلاکارانو پر غاړه دی.
د راپور له مخې، تر اوسه ۹۴ سلنه بهرني مشاورین له افغانستان څخه وتلي دي.